ایف بي آی 'شاید د فاروق آیفون پرانیستلی شي'

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا فدرالي پولیسو 'ایف بي آي' ویلي، دوی کولی شي د اپل شرکت له همکارۍ پرته، د کلیفورنیا د سن برناردینوی د برید کوونکو 'آیفون' قلف مات کړي.
د آیفون تیلیفون جوړوونکي اپل شرکت ویلي، په دې تړاو د ایف بي آی شکایت ته د رسېدو لپاره د محکمې ناسته د امریکا د عدلیې وزارت په غوښتنې ځنډول شوې ده.
عدلیې وزارت اپل ته امر کړی و چې د کلیفورنیا د برید کوونکي رضوان فاروق او د هغه د مېرمنې د تیلیفونونو 'پټ نوم' ماتولو کې همکاري ورسره وکړي. دوی تېرې سپتمبر میاشت کې لومړی ۱۴ کسان ووژل او بیا د پولیسو په مرمۍ دوی ووژل شول.
د امریکا د عدلیې وزارت ویاند ملاني نیومن ویلي، دولت په 'محتاطانه ډول هیله لري' چې د اپل له همکارۍ پرته د ځیرک تیلیفون پټ نوم مات کړل شي.
ویل کېږي فاروق او د هغه مېرمن تشفین ملک له 'اسلامي دولت' ډلې الهام اخیستی و او شاید د هغوی په تیلیفون کې مهم شواهد هم وموندل شي.

د عکس سرچینه، EPA
فدرالي پولیسو د تیلیفون ډېټا ته د لاسرسي غوښتنه کړې، خو دغه تیلیفون – لکه د اپل هر نوی تیلیفون encrypted شوی پټ نوم لري – چې یوازې د سم پټ نوم په لیکلو سره پرانیستل کېدای شي، خو د اتو ناسمو تورو په لیکلو سره یې ټوله منځپانګه پاکېږي.
له همدې کبله، ایف بي آی له اپل د ځیرک تلیفون لپاره د یوه داسې نوي چلیځ غونډال (عامل سیستم) جوړولو غوښتنه کړې وه، چې د ډېټا پاکېدو د خطر مخه ونیولی شي.
اپل وايي دا ډول پروګرام جوړول د آیفون د میلیونونو کاروونکو لپاره امنیتي ستونزې پیدا کوي.
ګوګل، مایکروسافټ او فیسبوک شرکتونو د اپل له چارواکو څخه د محکمې د امر پروړاندې خپل ملاتړ اعلان کړی.

د عکس سرچینه، AP
وړاندې، اپل شرکت ویلي وو، چې آن دوی هم د آیفون کاروونکو پټ نوم نه شي ماتولی.
د اپل شرکت اجرایوي مشر تیم کوک ویلي: ''موږ دا مسؤولیت لرو چې ستاسې د ډېټا ساتلو کې همکاري وکړو''.








