د سیناء کمین کې ۱۳ مصري پولیس وژل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
د مصر د کورنیو چارو وزارت وايي، العریش ښار کې پر مصري پولیسو برید شوی، چې لږترلږه ۱۳ پولیس پکې وژل شوي دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، په وژل شویو کې دوه افسران هم دي.
برید د هاوان په مټ شوی.
امنیتي ځواکونه په سیمه کې د وسله والو پلونه لټوي.
د برید پړه د "اسلامي دولت" (داعش) ډلې اړوندې "سینا" ولایت" په نامه یوې ډلې منلې ده.
د کورنیو چارو وزارت پر ټویټر پاڼې لیکلي، برید د موټر په مټ شوی، بیا پولیسو ته کمین نیول شوی او لس کسان هلته وژل شوي دي.
برید کوونکې ډلې ویلي، دا برید یې "د تلاشي په ځایونو کې د مسلمانو ښځو د تلاشي کولو او هغوی ته د سپکاوي په غبرګون کې کړی".
دغې ډلې د نورو بریدونو ګواښ هم کړی.
د "سیناء ولایت" ډله په سیناء ټاپو کې فعالیت لري، چې وړاندې یې هم په العریش، شیخ زوید او رفح ښارونو کې پر پوځ او پولیسو بریدونو کړي.
د سیناء په شمال کې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې امنیتي ځواکونو د وسله والو پرضد د "شهید حق" په نامه پوځي عملیات پیل کړي دي.









