د مصر سیناء کې سخت دریځو درې امنیتي کسان وژلي

د عکس سرچینه، epa
د مصر سیناء ټاپو په شمال کې سخت دریځو د امنیتي ځواکونو د تلاشۍ پر پوستو توغندي ویشتلي، چې لږترلږه درې امنیتي کسان پکې وژل شوي.
د برید پړه د سیناء ولایت ډلې پرغاړه اخیستې ده.
د پوځ ویاند محمد سمیر ویلي، د سیناء په شمال شیخ زوید سیمې په برید کې د وسله وال ځواک درې غړي وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
د "الشرق الاوسط" رسمي خبري اژانس ویلي "دغه ترهګریز برید کې توغندي او اور غورځوونکې وسلې کارول شوې او بیا نښته شوې ده."
د برید پړه پر ټویټر پاڼې د "اسلامي دولت" ډلې اړوندې سیناء ولایت ډلې پرغاړه اخیستې ده.
دغه ډله مخکې "د بیت المقدس ملګري" په نوم یادېده، چې وروسته د ۲۰۱۴ کال په نومبر کې د ابو بکر البغدادي په مشرۍ له "اسلامي دولت" سره یوځای شوه.
د تېرې شنبې په ورځ د مصر پوځ ویلي وو، وسله وال ځواک په العریش، او د سیناء په شمال شیخ زوید کې بریدونه کړي چې لږترلږه "۱۴ ترهګر پکې وژل شوي."
د پوځ ویاند پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، مصري ځواکونو د ترهګرو پر ځالو درې ځلې بریدونه وکړل.
په سیناء کې تر ډېره د "اسلامي دولت" اړوند ډله د دا ډول بریدونو پړه مني.

د عکس سرچینه، EPA
دوه ورځې وړاندې هم د دغې ډلې جنګیالیو رفح سمندرغاړي ته څېرمه پر یوې مصرۍ بېړۍ برید کړی و، چې بېړۍ ویجاړه شوې او عمله یې وژل شوې ده.
مصري فعالان د سیناء په شمال کې پوځ د ولسي خلکو په وژلو تورنوي چې وايي د بریدونو پرمهال د هېچا په ویشتلو او وژلو سرپه نه کوي.
د ۲۰۱۳ کال جولای کې تر پراخو لاریونونو او د اخوان المسلمین د ګوند له خوا د منتخب ولسمشر محمد مرسي له لیرې کېدو وروسته په مصر کې د ناامنیو لمن لا پسې پراخه شوه.








