"د سینا نښتو کې له ۱۰۰ ډېر وسله وال وژل شوي"

دغه نښتې د چهار شنبې (جولای ۱) په سهار د هاوانونو په بریدونو سره پیل شوې

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، دغه نښتې د چهار شنبې (جولای ۱) په سهار د هاوانونو په بریدونو سره پیل شوې

د مصر سینا ټاپو وزمه کې د دغه هېواد پوځ د داعش ډلې وسله والو خلاف عملیات کوي.

د مصري پوځ په وینا د دوی دغه پوځي عملیات به تر هغې روان وي، چې د دوی په خبره له سیمې نه د ترهګرو ځالې پاکې کړي.

له هغو نښتو یوه ورځ وروسته، چې پکې لسګونه وسلوال ووژل شول جنګي الوتکو شپې مهال بیا دغه سیمه کې بریدونه پیل کړل.

مصري ځواکونه وايي، چې د سینا په ټاپو وزمه کې د اسلامي دولت او مصري ځواکونو ترمنځ پرونۍ (جولای ۱) نښته کې له ۱۰۰ ډېر جګړه مار وژل شوي دي.

مصري ځواکونه وايي، د ۴ افسرانو په ګډون ۱۷ سرتېري او له ۱۰۰ ډېر وسله وال وژل شوي دي.

ځینو رپوټونو کې د سیمه ییزو چاروکو له خولې ویل شوي چې د وژل شویو مصري ځواکونو شمېر تر هغه لوړ دی چې په رسمي ډول اعلان شوي دي.

دغه نښتې د چهار شنبې (جولای ۱) په سهار د هاوانونو په بریدونو سره پیل شوې.

د بیت المقدس انصار ډلې چې القاعده پورې یې تړاو درلود او بیا یې له داعش ډلې سره بیعت وکړ د دغې پېښې مسولیت پر غاړه اخیستی.

د مصر سینا ټاپو وزمه کې د دغه هېواد پوځ د داعش ډلې وسله والو خلاف عملیات کوي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د مصر سینا ټاپو وزمه کې د دغه هېواد پوځ د داعش ډلې وسله والو خلاف عملیات کوي

په سینا کې دغه برید د داعش ډلې له پلان شویو لویو بریدونو څخه و.

د مصري ځواکونو ویاند جنرال محمد سمیر دولتي ټلویزیون ته وویل، چې وضعیت سلو په سلو کې تر کنټرول لاندې دی. ښاغلي سمیر وویل:"وروستی حال دا دی، چې اوس پر ځمکه حالت سل په سلو کې کنټرول کې دی. زموږ د شهیدانو شمېر اوس ۱۷ کسان دي او د وژل شویو ترهګرو شمېر سلو کسانو ته رسیږي".

په ۲۰۱۳ کال کې د مصري ځواکونو په وسیله د محمد مرسي د دولت له پرځونې راهیسې په دغو دوو کلونو مودې کې ۶۰۰ پولیس او پوځیان له جهادي وسله والو سره په نښتو کې په سینا کې وژل شوي دي.

جنرال سمیر وویل، چې له ۷۰ ډېرو "ترهګرو" د سینا په شمالي سیمې شیخ زوید کې له چاودېدونکي توکو ډک موټر په چاودنې سره او پر پنځو امنیتي پوستو د هاوان په بریدونو سره دغه برید پیل کړ.

د شیخ زوید له اوسیدونکو څخه سلیمان سید د ښار د وضعیت په اړه رویټرز ته ویلي، چې موږ له کور نه د بهر کېدو اجازه نه لرو لږ مخکې مې پنځه لنډ کروزره ولیدل چې وسله وال کسان په کې ناست وو او داعش بیرغ یې له ځانه سره لېږداوه.

د عکس سرچینه،

په رپوتونو کې راغلي چې وسله والو د شیخ زوید او د مصري ځواکونو د اډې لارې کې ماینونه ایښي چې د تازه ورتلونکو سرتېرو مخه ونیسي.

اکتوبر میاشتې کې د شمالي سینا په العریش کې د تلاشۍ پر یوې پوستې د برید له کبله چې لس ګونه سرتېري پکې ووژل شول په سیمه کې بېړنیز حالت اعلان شوی دی.