د مصر په لرغوني ښار اقصر کې ځانمرګی بريد شوی

د عکس سرچینه، AP
د مصر امنيتي چارواکي وايي د اقصر ښار کې د الکرنک معبد سره نژدې ځانمرګی بريد شوی دی.
د ځايي رسنيو راپورونه وايي د بريد پر مهال درې بريدګر وژل شوي او څلور لارويان ټپيان شوي دي.
ګومان دا دی چې دوه بريدګر د پوليسو په ډزو وژل شوي، خو درېيم له خنډونو تېر شوی او په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته يې چاودنه ورکړې ده.
تر اوسه د بريد پړه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې، خو له هغه راهيسې چې په ۲۰۱۳ کال کې د پوځ له لوري پخوانی ولسمشر محمد مرسي له واکه لرې کړای شو.
تېره اوونۍ د مصر د لرغونو اثارو د پوليسو ځواک دوه غړي د الجيزه اهرام سره نژدې پر يوه سړک په ډزو ووژل شول.
په دغه ځانمرګي بريد کې د کوم بهرني سيلاني د وژل کېدو او ټپي کېدو په اړه راپور نه دی ورکړای شوی.
دغه سيمه چې بريد په کې شوی د مصر د سیاحت يو مشهور ځای دی چې هر کال ميليونونه کسان د سيل لپاره ورځي.
دا له ۱۹۹۷ کال راپدېخوا لومړی ځل دی چې پر سيلانیانو بريد کېږي، هغه مهال وسلوالو د حتشبسوت په موزيم کې پر سيلانيانو ډزې وکړې او شاوخوا ۶۰ کسان يې ووژل.








