فلسطینۍ حنان الحروب د نړۍ غوره ښوونکې جایزه ګټونکې

حنان الحروب

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، حنان الحروب د جایزې له اخیستو وروسته وویل: ''ویاړم چې د یوې فلسطینۍ ښوونکې په توګه دلته ستاسې مخې ته ولاړه یم''.
    • Author, شین کوګلان
    • دنده, د پوهنیزو چارو خبریال

د حنان الحروب په نامه یوې فلسطینۍ ښوونکې په نړیواله کچه د غوره ښوونکې جایزه ګټلې ده. دا جایزه یو میلیون ډالر ده، چې د واتیکان د پاپ فرانسیس له خوا په یوه وېډیويي پیغام کې اعلان شوه.

حنان الحروب د فلسطین د کډوالو پنډغالي کې لویه شوې ده، چې اوسمهال د کډوالو کمپ کې د ښوونکې دنده ترسره کوي.

آغلې الحروب هغو ماشومانو ته د ملاتړ برخه کې فعالیت کوي، چې د تاوتریخوالي له کبله په وېره کې دي.

دا جایزه په دبۍ کې د جایزو د وېش مراسمو کې اعلان شوه، چې هم مهاله د بریتانیايي شهزاده ویلیم د مبارکۍ وېډیويي پیغام هم ورسره خپور شو.

''ښوونکي نړۍ بدلولی شي''

پاپ فرانسیس پخپل پیغام کې وویل، ښوونکي ''د سولې او یووالي بنسټګر دي''.

بل خوا، حنان الحروب حاضرو خلکو ته وویل ''ښوونکي نړۍ بدلولی شي''.

پاپ فرانسیس

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، پاپ فرانسیس پخپل پیغام کې وویل، ښوونکي ''د سولې او یووالي بنسټګر دي''.

حنان بیت لحم ته څېرمه د کډوالو پنډغالي کې لویه شوې. چې دا مهال هلته ښوونکې ده، تر ډېره له جګړې له وېرېدلو ماشومانو سره لوبې کوي، چې د تاوتریخوالي او وېرې احساس یې له ذهنونو وباسي.

حنان الحروب د جایزې له اخیستو وروسته وویل: ''ویاړم چې د یوې فلسطینۍ ښوونکې په توګه دلته ستاسې مخې ته ولاړه یم''.

دا وايي د جایزې دا پیسې به د خپلو زده کوونکو په ملاتړ ولګوي.

د بریتانیا شهزاده ویلیم وویل ښوونکي داسې یو دروند مسؤولیت لري، چې کولی شي ''د یوې غورې راتلونکې پر لوري کوچني ماشومان سوق کړي او د هغوی ژوند جوړ کړي''.

د جایزو وېشلو مراسمو ته د سلمی حایک په څېر د هالیووډ ځینې ستوري/ستورې او د بریتانیا د پخواني لومړي وزیر توني بلېر او د اماراتو د مرستیال مشر شیخ محمد بن راشد آل مکتوم په څېر ځینې سیاسي څېرې هم حاضرې وې.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د جایزو وېشلو مراسمو ته د سلمی حایک په څېر د هالیووډ ځینې ستوري/ستورې او د بریتانیا د پخواني لومړي وزیر توني بلېر او د اماراتو د مرستیال مشر شیخ محمد بن راشد آل مکتوم په څېر ځینې سیاسي څېرې هم حاضرې وې.
فلسطینیان د رام الله ښار په لوېدیځه تراډه کې د حنان الحروب د یو میلیون ډالر جایزې ګټلو خوښي لمانځي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، فلسطینیان د رام الله ښار په لوېدیځه تراډه کې د حنان الحروب د یو میلیون ډالر جایزې ګټلو خوښي لمانځي.

د جایزې وروستي پړاو ته د بریتانیا یو ښوونکی کولن هیګرتي هم رسېدلی و، چې لندن کې په انلاین ډول ریاضي تدریسوي.

د هند، کینیا، فنلنډ او امریکا ښوونکي هم وروستي پړاو ته رسېدلي وو.

دا جایزه د ''فارکي'' په نامه یوې مؤسسې پیل کړې ده، چې د GEMS نړیوالې روزنیزې مؤسسې یوه خیریه څانګه ده.

کولن هیګرتي

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، د جایزې وروستي پړاو ته د بریتانیا یو ښوونکی کولن هیګرتي هم رسېدلی و، چې لندن کې په انلاین ډول ریاضي تدریسوي.

د جایزو وېشلو مراسمو ته د سلمی حایک په څېر د هالیووډ ځینې ستوري/ستورې او د بریتانیا د پخواني لومړي وزیر توني بلېر او د اماراتو د مرستیال مشر شیخ محمد بن راشد آل مکتوم په څېر ځینې سیاسي څېرې هم حاضرې وې.

د سیالۍ وروستي پړاو ته لس کسان ووتل

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د سیالۍ وروستي پړاو ته لس کسان ووتل