'پیغمبر ته د سپکاوي' په تور مصری وزیر له دندې ګوښه شو

د عکس سرچینه، AFP

د مصر لومړي وزیر شریف اسمعیل د عدلیې وزیر احمد الزند له دې کبله له دندې ګوښه کړی، چې ګني 'د اسلام پیغمبر ته یې له سپکاوي ډکې څرګندونې کړې دي'.

الزند د خبریالانو د بندي کېدو په تړاو په تلوېزیون کې یوې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي وو، دی کولی شي هر تېروتنه کوونکی بندي کړي، ''ان که پیغمبر هم وي''، خو یوه ورځ وروسته یې د خپلو څرګندونو له کبله بخښنه وغوښته.

د الزند څرګندونو په عربي نړۍ کې د خبري رسنیو د سر موضوع شوه، او ګڼو یې له دندې د لیرې کېدو او محاکمه کېدو غوښتنې وکړې.

پر ټویټر او نورو خواله رسنیو فعالانو له حکومته وغوښتل چې د الزند د ''سپکاوي ډکو'' څرګندونو په غبرګون کې حکومت له مسلمانانو بخښنه وغواړي.

کله چې له دندې د الزند د لیرې کېدو خبر خپور شو، د هغو قاضیانو د یوې ټولنې غږ راپورته شو، چې الزند یې له وزیر کېدو وړاندې غړی و.

خو نورو قاضیانو وویل په اجرایوي چاروکې باید مداخله ونه کړي.

د الازهر پوهنتون د یکشنبې په ورځ وویل ''د پیغمبر مقام ته سپکاوی که په غیر ارادي ډول هم وي، د منلو وړ نه دی''.

مصري وکیل او حقوقپوه نجاد البرعي د الزند له ګوښه کېدو وړاندې پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي وو ''الزند باید له دندې په سر شي، ځکه هغه غواړي پر قضا ځان واکمن کړي او خپل ملاتړي په مهمو ځایونو کې ځای پرځای کړي''.

احمد الزند څوک دی؟

  • الزند د ۲۰۱۵ کال په مې میاشت کې د محفوظ صابر ځای ناستی او د مصر د عدلیې وزیر شو.
  • الزند له ۲۰۰۹ کال نه د ۲۰۱۵ کال تر مې میاشتې پورې د قاضیانو د ټولنې مشر و.
  • په ۱۹۷۰ کال د الازهر پوهنتون له شریعت او قانون پوهنځي نه تر فارغېدا وروسته قضايي ډګر ته راووت.
  • څو کاله یې په اماراتو کې کار کړی.
  • الزند د مخکیني ولسمشر محمد مرسي مخالف و، په تېره بیا د مرسي د ۲۰۱۲ کال د نومبر میاشتې د اساسي قانون په اړه له اعلان سره یې کلک مخالفت وکړ.