مصری ویبلاګ لیکونکی ښځو ته د سپکاوي په تور بندي شو

د عکس سرچینه، courtesy of CBC
په مصر کې محکمې یو مصری ویبلاګ لیکونکی تیمور السبکي په یوه تلوېزیوني پروګرام کې مصري ښځو ته د سپکاوي په تور په درو کلونو بند محکوم کړی دی.
السبکي په تېر دسمبر میاشت کې ویلي وو، د هغو مصري ښځو درېیمه برخه (۴۵ سلنه) خیانت ته مخه کوي، چې مېړونه یې بهر ته د کار لپاره سفر کوي.
د محکمې دغه پرېکړه د استیناف وړ ده.
السبکي پرې لګول شوي تورونه ردوي، او دا نه مني چې ګني مصري ښځو ته یې سپکاوی کړی، خو وايي د ده خبرې ناسمې تعبیر شوې دي.
السبکي په ښکاره بښنه غوښتې ده.
پر خواله رسنیو پر السبکي ډېرې نیوکې وشوې او پر انټرنېټ د هغه وېډیويي خبرې ډېرې شریکې شوې.

د عکس سرچینه، Reuters
تیمور السبکي تېره میاشت ونیول شو. نوموړی پر فېسبوک مشهوره 'یومیات زوج مطحون' په نامه پاڼه چلوي.




