د ترکیې ولسمشر د ترهګرۍ په 'ګونډو کولو' ژمنه وکړه

د ترکيې د حکومتي تلويزيون په وينا دغه موټر بم چاودنه د بسونو له تم ځای سره نژدې شوې

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، د ترکيې د حکومتي تلويزيون په وينا دغه موټر بم چاودنه د بسونو له تم ځای سره نژدې شوې

د ترکيې په پلازمېنه انقره کې يوې درنې چاودنې لږترلږه ۳۶ کسان وژلي او ۱۲۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د راپورونو له مخې دغه چاودنه د بسونو له تم ځای سره نژدې د انقرې په کيزيلای سيمه کې شوې ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب ایردوان له برید وروسته وویل، دا ځانمرګی برید د ترکي ځواکونو هوډ لا ډېر پیاوړی کوي.

نوموړي وویل، ترهګرې ډلې ولسي وګړي په نښه کوي، ځکه چې له امنیتي ځواکونو سره یې په جګړه کې ماتې خوړلې ده.

د ترکیې ولسمشر د ملي یووالي غوښتنه کړې ده، چې وايي ترکیه به له خپل ځان نه د دفاع لپاره لا ډېر ځان پیاوړی کړي:

''زموږ ملت باید اندېښمن نه شي، له ترهګرو سره مبارزه به ارومرو زموږ په بریا تمامېږي او ترهګري به په ګونډو کېږي''.

په وروستيو څو مياشتو کې په ترکيه کې يو شمېر مرګوني بريدونه شوي. په انقره کې تېره میاشت هم د پوځيانو پر یوه کاروان برید وشو، چې لږترلږه ۲۸ کسان پکې ووژل شول.

د تازه برید پړه په ترکیه کې یوې کردۍ وسله والې ډلې پرغاړه اخیستې ده. دغې ډلې پر خپلې انټرنېټ پاڼې ویلي برید یې د ولسمشر د سیاست په غبرګون کې کړی دی.

د عکس سرچینه،

د عکس سرچینه، AFP

خو د ترکیې حکومت د برید پړه پر سوریې اچولې، چې وايي د کردي ډلو په مټ یې کړی.

د ترکیې ''حریت'' ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ وویل، چاودنه په سیمه ییز وخت ماښام شپږ بجې او ۴۰ دقیقې وشوه، خو د دیمې چاودنې له وېرې له سیمې خلک وتښتېدل، او ژر د ژغورنې ډله او امبولانسونه د چاودنې ځای ته روسېدل.

په تصويرونو کې د مساپرو يو بس او نور موټر چې اور يې اخيستی لېدل کېږي.

د لومړي وزیر دفتر

د ترکيې د حکومتي تلويزيون په وينا دغه موټر بم چاودنه له بسونو سره نژدې په هغه سيمه کې رامنځ ته شوې چې د لومړي وزير دفتر او ځينې نور وزارتونه پراته دي.

د عکس سرچینه، ap

تېر کال اکتوبر مياشت کې هم دوو موټر بم چاودنو له ۱۰۰ زيات کسان وژلي وو.