'امریکا د داعش کیمیاوي وسلې له کارپوه پوښتنې ګروېږنې کوي'

د عکس سرچینه، Reuters
امریکایي او عراقي سرچینو رسنیو ته ویلي، نیول شوي کس یوه مهال د صدام حسین د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د کارپوه په توګه کار کاوه. د صدام حکومت په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا په برید کې ړنګ شو.
د راپورونو له مخې، دا کس چې سلیمان داوود العفاري نومېږي، تېره میاشت نیول شوی دی.
پنتاګون د چهارشنبې په ورځ د بي بي سي ددې پوښتنې په ځواب کې چمتو نشو د العفاري نیول تایید کړي.
بلخوا د امریکا دفاع وزارت ویاند تایید کړه چې ددې هېواد ځانګړو ځواکونو په عراق کې عملیات شروع کړي چې د داعش پروړاندې د شدیدو عملیاتو د ستراتیژۍ یوه برخه ده.
امریکایي سرچینو نیویارک ټایمز ته ویلي، العفاري خپلو تحقیق کوونکو ته ویلي چې داعش څنګه د مسټرډ ګاز د هاوان په مرمۍ کې ځای پرځای کړې دي.
د کیمیاوي وسلو د منع سازمان (OPCW) کې سرچینو تېره میاشت اعلان وکړ چې تېر کال پر کردي ځواکونو په برید کې مسټرډ ګاز کارول شوی دی. هغه برید داعش ته منسوبېږي.
دغه سازمان، تېر کال په اګست کې اربیل ته څېرمه د ۳۵ کردي پیشمرګه سرتېرو تر ناروغېدو وړاندې، د دا ډول برید نمونې پیدا کړې وې.
که دا پایلې رسما تایید شي، دا به لومړی ځل وي چې د صدام حسین تر سقوط وروسته په عراق کې د کیمیاوي وسلو کارېدلو راپور ورکول کېږي.
د مسټرډ ګاز – چې علمي نوم یې سلفر مسټرډ دی – یو پیاوړی تحریکوونکی دی چې په پوستکي، سترګو، تنفسي دستګاه او د بدن داخلي ارګانونو کې د شدیدو زخمونو او تڼاکو سبب کېږي.
تېره جنورۍ کې امریکايي پوځ عراق کې د ایتلافي ځواکونو هوايي برید کې د داعش ډلې د کیمیاويي وسلو یو ماهر ابومالک د وژل کېدو خبرورکړی وو.







