چین: ۲۰۱۵ کې مو "۳۰۰ زره فاسدو" چارواکو ته سزا ورکړه

د عکس سرچینه، Reuters
د چین واکمن کمونیست ګوند اعلان کړی، چې په تېر ۲۰۱۵ کال کې یې نژدې ۳۰۰ زرو هغو حکومتي چارواکو ته سزا ورکړې، چې په فساد تورن شوي وو.
چین وايي، نژدې دوو سوو زرو چارواکو ته یې "سپکه سزا" ورکړې ده، خو نور بیا له دندو لیرې شوي دي.
د چین کمونیست ګوند وايي، نژدې ۸۰ زرو چارواکو ته یې سخته سزا ورکړې ده.
د چین ولسمشر شی جین پینګ ویلي وو، له فساد سره مبارزه یې د کار په لومړیتوبونو کې ده.
نوموړي له ولسمشر کېدا وروسته حکومتي چارواکو ته پخپله ځانګړې وینا له فساد سره د مبارزې پر تګلارې ټینګار وکړ.
د چین د چارو شنونکي مایکل بریسټو بي بي سي بریښتو وايي، هېڅ داسې اونۍ نه وي چې د نویو نیونو خبر پکې نه خپرېږي.
په ۲۰۱۵ کال کې د تورنو کسانو شمېر د چین د پارلمان د کلنۍ پرانیستونکې غونډې پرمهال اعلان شو، چې وکیلانو ته وښيي واکمن کمونیست ګوند به د فاسدو چارواکو څارنې ته دوام ورکړي.
هره ورځ حکومتي رسنۍ داسې رپوټونه ورکوي چې ګني ځینې چارواکي د بډو اخیستو په تور نیول کېږي او یا سزاګانې ورته ټاکل کېږي او یا هغه کسان پړه ګڼل کېږي، چې له واکه د ناوړه ګټې اخیستو تورونه ورپورې وي.








