'سوریه کې پر ورغتونونو بمباري 'جنګي جرم' دی'

د عکس سرچینه، AP

فرانسې او ترکیې ویلي، د سوریې په شمال کې پر روغتونونو هوايي بریدونه 'جنګي جرم' دی.

ملګري ملتونه وايي، پر روغتونونو هوايي برید کې تر ۵۰ پورې کسان وژل شوي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ددغو بریدونو پړه پر روسیې اچولې ده، خو مسکو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

تېره اونۍ، د نړۍ قوتونو هوکړه وکړه چې په سوریه کې د یوې اونۍ د ننه اوربند ته لاره هواره کړي.

خو بشار الاسد پخپل لومړي غبرګون کې وویل، دا ډول اوربند په دې معنا نه دی چې ګني ټولې ډلې به خپلې وسلې پر ځمکې ږدي.

رپوټونه وايي، د سوریې پر دوو روغتونونو او دوو ښوونځیو هوايي بریدونه شوي، چې پر اعزاز او ور څېرمه سیمې په بریدونو کې لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي.

او د ادلب ولایت معرة النعمان پر روغتون، چې د 'بې پولې ډاکټرانو یا MSF' له خوا تمویلېږي، برید کې د روغتون ودانۍ پر کنډوالې اوښتې ده. دغې ټولنې ویلي، په برید کې اوه کسان وژل شوي او اته نور ورک دي.

بې پولې ډاکټران وايي، روغتونونه په لوی لاس ویشتل شوي

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، بې پولې ډاکټران وايي، روغتونونه په لوی لاس ویشتل شوي

دوی دا په 'لوی لاس' برید ګڼلی دی.

د ادلب ولایت معرة النعمان پر روغتون، چې د 'بې پولې ډاکټرانو یا MSF' له خوا تمویلېږي، برید کې د روغتون ودانۍ پر کنډوالې اوښتې ده.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ادلب ولایت معرة النعمان پر روغتون، چې د 'بې پولې ډاکټرانو یا MSF' له خوا تمویلېږي، برید کې د روغتون ودانۍ پر کنډوالې اوښتې ده.
معرة النعمان کې د بې پولې ډاکټرانو MSF کنډواله شوی روغتون

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، معرة النعمان کې د بې پولې ډاکټرانو MSF کنډواله شوی روغتون

فرانسه کې ددغې ټولنې مشر میګو ترزیان ویلي ''ددغه برید مسؤولیت یا د روسیې او یا د سوریې پر غاړه دی''.

خو په مسکو کې د سوریې سفیر ویلي، امریکا د دغه برید مسؤولیت لري، خو د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) دا خبره رد کړې ده، چې ګني په سیمه کې 'اسلامي دولت' ډله نه شته.

پر همدې مهال، د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، کردي وسله والو د سوریې شمال کې تل رفعت ښار له 'اسلامي دولت' ډلې نیولی دی.

په سوریه کې د روانې پنځه کلنې جګړې پرمهال لږترلږه ۲۵۰ زره کسان وژل شوي او تر ۱۱ میلیون ډېر بې کوره شوي دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په سوریه کې د روانې پنځه کلنې جګړې پرمهال لږترلږه ۲۵۰ زره کسان وژل شوي او تر ۱۱ میلیون ډېر بې کوره شوي دي.

د روسیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو اعزاز ته د څېرمه سیمو د نیولو په صورت کې کردانو ته اخطار ورکړی دی.

په سوریه کې د روانې پنځه کلنې جګړې پرمهال لږترلږه ۲۵۰ زره کسان وژل شوي او تر ۱۱ میلیون ډېر بې کوره شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس سرچینه، Osman Sarili