ترکیه وايي سوریې ته یې ځواکونه نه دي استولي

د عکس سرچینه، AFP
ترکیې ملګرو ملتونو ته د سوریې پر هغه شکایت نیوکه کړې، چې ګني ترکي ځواکونو د سوریې شمال کې د کردي جنګیالیو پر اهدافو بریدونه کړي او د سوریې پر ځمکنۍ بشپړتیا یې برید کړی. ترکیې سوریې ته د ترکي ځمکنیو ځواکونو د استولو خبره هم رد کړې ده.
د ترکیې دفاع وزیر عصمت یلماز پارلمان ته ویلي، سوریې ته د ځواکونو استولو هوډ نه لري.
وړاندې، سوریې ویلي وو، د هېواد په شمال کې د کردي جنګیالیو پرضد د ترکیې د بریدونو د مخنیوي لپاره باید امنیت شورا مداخله وکړي.
ترکیې پر ترکیې تور پورې کړی، چې ګني سل وسله وال یې له پولو وراوښتي دي.
کردانو بیا ''د سوریې چارو کې د ترکیې مداخله'' غندلې ده، چې وايي له خپلو مورچلونو به شا ته نه شي.
د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو ویلي، د ترکیې بمبارۍ پر دویمه پرله پسې ورځ هم دوام لري چې هدف یې د کردي وسله والو د پرمختګ د مخنیوي هڅه ده.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت له ترکیې غوښتي، چې د سوریې په شمال کې د کردي وسله والو پرضد بریدونه ودروي.
ترکیې د کردي ملېشو پر اهدافو بمبارۍ پیل کړې دي، چې وايي له کارګر ګوند سره تړاو لري.
د ویلو ده، له تېرو پنځو ورځو راهیسې سوریه کې جګړې لږترلږه د ۲۵۰ زرو انسانانو ژوند اخیستی او شاوخوا ۱۳٫۵ میلیون نور بې ځایه شوي دي.
ښکاري چې په سوریه کې په سوله ییز ډول یوه حل ته د رسېدو هڅې ناکامې شوې دي، خو نړیوالو قوتونو د پنجشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې په یوه اونۍ کې به د اوربند پیلېدو لپاره خپلې هلې ځلې جاري وساتي.
کرملین وايي، د امریکا او روسیې ولسمشرانو په ګډه دې هدف ته د رسېدو لپاره هوکړه کړې ده.
خو په اوربند کې د ''اسلامي دولت'' ډلې پروړاندې د جګړې اوبند شامل نه دی.

د عکس سرچینه، AFP
ښکاري چې نه د سوریې حکومت او نه هم مخالفان تر اوسه د اوربند پر هوکړې سلا شوي، دواړو د جګړې غځولو اعلان کړی دی.
د سوریې ولسمشر بشارالاسد د تېرې جمعې په ورځ وویل ''پر ټولې سوریې به بېرته خپله واکمني کوي''.









