کاناډا د ''اسلامي دولت'' ضد هوايي بریدونه دروي

د عکس سرچینه، .
د کاناډا لومړي وزیر جاسټن تروډو ویلي، په سوریه او عراق کې د ''اسلامي دولت'' نومې ډلې پرضد د فبرورۍ تر ۲۲ نېټې پورې خپل هوايي بریدونه ودروي.
تروډو ویلي، هوايي بریدونه هغو سمیه ییزو وګړو ته ټیکاو نه شي راوستلی، چې د آرامۍ په لټه کې دي.
نوموړي، چې په تېر اکتوبر کې د کاناډا لومړی وزیر شو، د ټاکنیز کمپاین پرمهال ژمنه وکړه چې د امریکا په مشرۍ له ایتلاف نه به خپلې شپږ جنګي الوتکې بېرته هېواد ته ستنې کړي.
که څه هم کاناډا د هوايي بریدونو پای ته رسولو هوډ کړی، خو په سیمه کې به یې څارونکې الوتکې ګرځي.
همدارنګه، د امریکا په مشري د ایتلاف نورو ګډون کوونکو الوتکو ته به سونتوکي ورکوي، او د ''اسلامي دولت'' پر وړاندې سیمه ییز ځواکونه به روزي.
تروډو وویل: ''مهمه دا ده چې هوايي بریدونه پوځي ګټه ولري، خو ښکاري چې د سیمې خلکو ته د اوږدمهال لپاره آرامي نه شي راوستلی''.
دی زیاتوي: ''کاناډایانو په افغانستان کې له کابو یوې لسیزې راهیسې له خپلې تجربې دا سبق زده کړی، چې باید ښه پوځي روزونکي واوسي''.
د نوموړي اشاره دې ته هم وه چې کاناډايي ځواکونو د عراقي ځواکونو روزنې ته ملا وتړله.
نیوکې

د هوايي بریدونو پای ته رسولو پرېکړې په کاناډا کې نیوکې راپارولې دي.
پارلمان کې د مخالف سیاسي ګوند مشرې رونا آمبروس وویل حکومت ''په داسې حال کې چې د کاناډا ملګري د اسلامي دولت ضد ډلې عملیات ډېروي، کاناډا یې له جګړې لاس اخلي''.
دا زیاتوي ''حقیقت دا دی چې کاناډا باید د ''اسلامي دولت'' ډلې پرضد جګړې لپاره نوې لارې چارې ولټوي''.

په افغانستان کې تر ۲۰۱۱ کال پورې د کاناډا نژدې له یوې لسیزې ښګېلتیا وروسته، اوس کاناډایان له خپلې خاورې بهر د خپلو پوځیانو ښکېلېدل نه غواړي.
په دې لړ کې افغانستان کې تر ۱۵۰ ډېر کاناډايي پوځيان ووژل شول.








