محکمه: د نتنیاهو مېرمن په ناوړه چلند تورنه ده

ساره دا ټول تورونه 'دروغ' ګڼي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ساره دا ټول تورونه 'دروغ' ګڼي.

په اسرائیلو کې د کارګرو محکمېد لومړي وزیر مېرمن ساره د هغې د کور له سمبالوونکي سره په ناوړه چلند تورنه کړې ده.

محکمې د میني نافتالي هغه دعوا منلې ده، چې وايي ساره سپکاوی ورته کړی او سپکې سپورې یې ورته ویلې دي.

محکمې نافتالي ته ۱۷۰ زره شیکل (چې ۴۳ زره ډالر کېږي) تعویض ورکړی.

محکمې پخپله دوسیه کې دا هم ثبت کړي، چې د نتنیاهو د مېرمنې د غوسې پرمهال هغې د کور سمبالوونکو په منځ کې ناوړه چاپېریال جوړ کړی دی.

خو ساره بیا دا ټول تورونه 'دروغ' ګڼي.

د لومړي وزیر دفتر د دې قضیې په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.

خو وړاندې دغه دفتر له کارکوونکو سره د ساره د ناوړه چلند تورونه رد کړي وو.

"ګلان تل تازه نه وي"

د کارګرو اړوندې محکمې ویلي، دې پرېکړې ته رسېدلې، چې د ساره نتنیاهو په تورنولو کې د نافتالي او نورو کارکوونکو ګواهۍ رښتیا دي.

محکمه زیاتوي، په ورکړل شویو ګواهیو کې ښکاري چې ''د لومړي وزیر د اوسېدو ځای کې د نتنیاهو د مېرمنې د ناوړه کړنو او رویې له کبله کاري چاپېریال سم نه دی''.

په ګواهیو کې - چې د محکمې د حکم په ۴۰ مخ کې راغلي ـ ویل شوي، چې ساره به ''له کارکوونکو زښت ډېرې غوښتنې کولې، دوی به یې ځځېرل او په غوسه به یې رویه ورسره کوله''.

نافتالي وايي، د نتنیاهو مېرمن یوځل د ګهیځ په درو بجو له ده سره تیلیفوني اړیکه ونیوه چې ولې یې د قوي قوطي پر ځای په یوه پلاستیکي بوتل کې شیدې ورته راوړې دي او هغه یې سخت رټلی دی.

اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس وايي، په یوه بله پېښه کې، نافتالي وايي، ساره د ګلانو ګېډۍ پر ځمکه وغورځوله، او ویې ویل چې دا ګلان تازه نه دي.

نافتالي په ۲۰۱۲ کال وروسته تر هغه له کاره استعفا وړاندې کړه، چې قدس کې یې د نتنیاهو استوګنځي کې نژدې ۲۰ میاشتې کار وکړ.