نتنیاهو: اسرائیل باید توکمپالنه ختمه کړي

نتنیاهو له وهل شوي سرتېري سره وکتل

د عکس سرچینه، Israel PM Office

د عکس تشریح، نتنیاهو له وهل شوي سرتېري سره وکتل

وروسته له هغه چې اسرائیلو کې ایتیوپیايي الاصله اسرائیلیانو ددوی پرضد د توکم پالنې پرواندې غږ پورته کړ، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، په اسرائیلو کې توکمپالنه باید پای ته ورسېږي.

نتنیاهو دا څرګندونې له ځینو ایتیوپیايي اسرائیلیانو او یوه پوځي سره تر لیدنې وروسته کړې دي.

اسرائیلي پولیسو یو ایتیوپیایی الاصله اسرائیلی وهلی، چې نوموړي خپل غږ پورته کړ.

تر وهلو وروسته اسرائیلو کې لاریونونه وشول، او د توکمپالنې پرضد شعارونه ورکړل شول.

په تل ابیب کې د تېرې یکشنبې په ورځ لاریونونو کې لږترلږه ۴۶ پولیس او لاریون کوونکي ټپیان شول.

پولیسو لسګونه مظاهره کوونکي ونیول.

د یووالي غږ

نتنیاهو د دوشنبې په ورځ له اسرائیلي سرتېري داماس باکده سره وکتل، چې د تل ابیب په یوه څنډه کې تېره اونۍ د پولیسو له خوا ډبول شوی و.

لومړي وزیر نوموړي ته وویل، د هغه د وهلو د وېډیو په کتلو یې ټکان وخوړ.

تر کتنې وروسته، نتنیاهو د ایتیوپیايي اسرائیلي ټولنو له مشرانو سره هم وکتل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ، چې نور به توکمیز چلند نه کېږي:

'''موږ باید د توکمپالنې پرضد په یوه کتار کې ټینګ ودرېږو، له منځه یې یوسو''.

د پولیسو ویاند میکي روزنفلډ بي بي سي ته ویلي، د پوځي په وهلو کې یو ښکېل پولیس شړل شوی او د یوه بل دنده ځنډول شوې ده.

له پولیسو سره په اخ او ډب کې لسګونه لاریونیان ژوبل شول

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، له پولیسو سره په اخ او ډب کې لسګونه لاریونیان ژوبل شول

دی وايي، د پېښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.

اوښلن ګاز

د تېرې یکشنبې په ورځ سوله ییز لاریونونه وشول، خو د شپې په راتګ پر تاوتریخجنو هغو واوښتل.

قهرېدلو لاریونیانو پر پولیسو ډبرې، ښیښې او څوکۍ وویشتلې او د تل ابیب ښاروالۍ ودانۍ ته یې د ننوتلو هڅه وکړه.

پولیسو پر لاریونیانو اوښلن غاز او غږ لرونکي بې ضرره مرمۍ وکارولې، خو په لرګیو یې هم تیت پرک کړل.