بوسنیايي مېرمنو پر پړونی د بندیز ضد لاریون وکړ

د عکس سرچینه، AFP.Getty
د بوسنیا پلازمېنه سراییو کې د قضا د عالي شورا له خوا د هېواد په محاکمو او نورو قضايي مؤسسو کې پر اسلامي حجاب د بندیز له کبله نژدې دوو زرو بوسنیايي مېرمنو لاریون وکړ.
په بندیز کې د اسلامي شعیرو ترسره کول هم راځي، خو د حجاب د بندیز یادونه پکې نه ده شوې.
دغو مېرمنو د یوه ساعت لپاره د سراییفو پر واټونو لاریون ته دوام ورکړ.
کله چې بوسنیا د شوروي اتحاد د واکمنۍ پرمهال تر ۱۹۹۲ کال پورې د یوګوسلاویا برخه وه، په بوسنیا کې پر حجاب اغوستلو بندیز و، خو په یاد کال دغه هېواد خپلواکي اعلان کړه.
دغه لاریون د هېواد د عالي شورا د هغې پرېکړې په غبرګون کې وشو، چې له مخې یې قضايي سیستم په قضايي بنسټونو کې د هر ډول ''دیني شعایرو'' ترسره کېدل وڅاري.
''حجاب زما حق دی''

په ځینو لوحو کې ''حجاب زما حق دی'' شعارونه لیکل شوي وو.
د لاریون یوې سمبالوونکې سمیرا زونیچ ولاجیچ وویل، دا بندیز ''د مسلمانانو پر شرف، شخصیت او هویت یو خطرناک برید دی''، چې په وینا یې دا عمل په کار کې له مسلمانو مېرمنو د هغوی حق اخیستل دي.
په بوسنیا کې دیني او سیاسي مشرانو هم دا بندیز غندلی دی.
د بوسنیا له ټول ټال شاوخهوا ۳٫۸ میلیون وګړو څخه نژدې ۴۰ سلنه یې مسلمانان دي، خو پاتې نور یا ارتودوکس او یا کاتولیک عیسویان دي.










