الوتکه کې د هندي سندرغاړي 'کنسرت' له کبله ناندرۍ

د عکس سرچینه، bbc
د هندوستان هوايي شرکت د خپلو پېنځو کارکوونکو دندې په دې خاطر ځنډولي چې وتلي سندرغاړي سونو نیګم ته یې اجازه ورکړې وه، د یوې الوتنې پرمهال نورو مساپرو ته سندرې ووايي.
یو شمېر خلکو د دې پرېکړې هرکلی کړی خو د ښاغلي نیګم په ګډون ځینو نورو بیا پر دې پرېکړې نیوکه کړې ده.
سونو نیګم دغه سندرې له ممبۍ نه جودپور ته د الوتنې پرمهال د الوتکې د صوتي سیستم نه په ګټې اخیستنې د نورو مساپرو لپاره ویللې، خو دې کار په ټولنیزو شبکو کې بحثونه وپارول چې له امله یې یوه څېړنه ترسره شوه او په پای کې یې د الوتکې د عملې د پېنځو تنو دندې وځنډول شوې.
سندرغاړي سونو نیګم پر دغې پرېکړې نیوکه کړې او وايي په داسې وخت کې چې د څوکیو د کمربندونو د تړلو اړتیا نه وه او کوم بل اعلان هم د الوتکې په غږیز سیستم نه کېده د الوتکې عملې ترینه د سندرو ویلو غوښتنه کړې وه، نو که په دې خاطر د هغوی دندې ځنډول شوي دا په دې مانا ده چې یو چا ته د خوشحالۍ د خپرولو په خاطر جزا ورکړل شي.
خو څیړونکې ډله وايي د الوتنې پرمهال د سونو نیګم سندرو ته د مساپرو نڅاوو کولای شول چې انډول خراب کړي او ستونزه رامنځ ته کړي.

د عکس سرچینه، t series
دوی وايي دا چې مساپرو ته اجازه ورکړل شوې وه چې د سندرو پرمهال د سونو نیګم ویډیوګانې واخلي هم د اصولو پرخلاف کار و ځکه یې د الوتکې د
پېنځو تنو کارکوونکو دندې ځنډولې دي.
که څه هم د سونو نیګم په ګډون یو شمېر خلکو پر دې پرېکړې نیوکه کړې یو شمېر نور بیا وايي چې دغه کار کولای شول چې الوتنه له خطر سره مخامخ کړي.
خو له دې سره سره د هغو کسانو وخت ښه تېر شو چې له سونو نیګم سره په دې الوتنې کې ملګري وو.
تر دې وړاندې په ۲۰۱۴ کال کې هم د هندوستان د هوايي شرکت د دوو تنو پیلوټانو دندې وروسته له هغه وځنډول شوې چې د الوتکې عملې ته یې اجازه ورکړې وه چې له یوه فلمي ستوري سره یوځای د الوتنې پرمهال نڅا وکړي.








