د اهواز پولیسو د ۱۲کلن ماشوم هیله پوره کړه

له ایران نه رپوټونه وايي، په سرطان د اخته یوه ۱۲ کلن ماشوم عباس عبدالله هیله هغه مهال پوره شوه، چې د پولیسو او یوه خیریه بنسټ په همکارۍ یې د څو ساعتونو لپاره د پولیسو یونیفورم واغوست. نوموړي په نمایشي ډول د اهواز د پولیسو مرکز ولید.

ددغه ماشوم هیله دا ده چې په راتلونکې کې پولیس شي.
د عکس تشریح، ددغه ماشوم هیله دا ده چې په راتلونکې کې پولیس شي.