سویډن 'تر ۸۰ زره پناه غوښتونکي شړي، چې غوښتنلیکونه یې رد شوي'

د عکس سرچینه، r
د سویډن کورنیو چارو وزیر له قوله ویل شوي، دغه هېواد د هغو نژدې ۸۰۰۰۰ کډوالو پر شړلو غور کوي، چې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي. د اندیرس یګیمان له خولې ویل شوي، چې د څو کلونو مودې کې به د دغو کډوالو لېږدولو لپاره ځانګړې الوتکې وکارولې شي، د سویډن رسنیو د نوموړي له قوله لیکلي، چې وايي:
''موږ د ۶۰۰۰۰ زره کسانو په اړه خبرې کوو، خو کېدای شي دغه شمېر تر ۸۰ زره کسانو پورې ورسیږي.''
د ۲۰۱۵ کال اوږدو کې دغه هېواد کې ۱۶۳ زره کډوالو د پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړل، چې د اروپا په کچه تر ټولو لوړ شمېر دی.
د ۵۸۸۰۰ عریضو له جملې نه چې پروسږ کال وڅېړلې شوې، ۵۵ سلنه یې ومنلې شوې.
له دې مخکې د چهارشنبې په ورځ د یونان حکومت د اروپايي کمېسیون له لوري خپرې شوې طرحې ته غبرګون وښود، چې وايي د اروپايي اتحادیې بې پاسپورټه تګ راتګ ' شینګین زون ' د پولو داخلي کنترول کې یې ' جدي بې پروايي ' کړې.

د عکس سرچینه، Getty
د یونان حکومت یوې ویاندې، اولګا ګیرواسیلي وايي، یاد کمېسیون 'د تورونو پورې کولو لوبه ' کوي او وايي، دوی د هغو لسګونو زره کډوالو په لېږدولو کې پاتې راغلي، چې په یونان کې ایسار پاتې دي او پروسږ کال وايي په دې اړه یوه هوکړه هم شوې وه.
اروپایان هڅه کوي د یونان سمندرغاړو ته د رسېدلو لسګونه زره کډوالو ستونزه حل کړي، چې له ساړه ژمني موسم سره مخامخ دي.
ملګري ملتونه وايي، د سږ کال اوږدو کې تر اوسه یونان ته ۴۶ زره کډوال رسېدلي دي، چې وايي له سختو لارو ګودرو د تېرېدو پر مهال له دوی نه ۱۷۰ کسان مړه شوي دي.
د ښاغلي یګمان له قوله د ۸۰ زره کسانو یادونه، 'سوېډیش پبلک ټلویزیون' او 'ډاګینس انډیسټریل بیزنیس' ورځپاڼې، چې په سویډني ژبه خپرونې کوې وي، شکړې، خو وروسته نوموړي په یوه ټویټر پیغام کې وویل، چې ده د پناه غوښتونکو د شمېر په اړه کوم دریځ نه دی څرګند کړی، بلکې وايي دا د چارواکو او محکمو کار دی.
سویډن دا وروستیو کې د خلکو ورتلو مخنیوي د یوې هڅې په توګه له جرمني سره د پولو اوږدو کې پوستې رغولې. دغه هېواد د هغو کډوالو لپاره چې په غیر قانوني توګه اروپا ته ننوځي له لومړنیو پړاونو یو دی. .








