د ترکيې پولیسو پر مرکز موټر بم برید شوی

د عکس سرچینه، Al Jazeera Turk
د ترکیې سویل ختیځ کې د پولیسو پر یوه مرکز موټر بم برید شوی.
ځايي رسنۍ وايي د دغه برید پایله کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان دي.
ویل کېږي وژل شویو کې یو ماشوم او یوه ښځه هم شامل دي.
د دیاربکر ایالت په څینار سیمه کې مرستندویان د پېښې ځای خاورو خځلو کې په لټون بوخت دي.
چارواکو د کردستان کارګر ګوند 'پي کي کي' د دغه برید مسوول بللی، چې دغه سیمه کې، چې ډېری اوسېدونکي یې کردان فعالیت کوي.
خو تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.
ترکي رسنۍ وايي موټر بم ته د پولیسو مرکز په درشل کې چاودنه ورکړله شوې.
د چاودنې له کبله د شاوخوا مېشت ځایونو ته هم زیان اوښتی.

د عکس سرچینه، Al Jazeera Turkey
ویل کېږي، له چاودنې وروسته بریدګرو پر یاد مرکز د راکټونو بریدونه وکړل.
تېرو میاشتو کې دیارباکر سیمه کې د پي کي کي بېلتون غوښتونکو او ترکي پوځ تر منځ خونړۍ نښتې شوې.
تېر کال د یو لړ پوځي عملیاتو پر مهال دیارباکر ښار او د سویل ختیځ په نورو سیمو کې پر ګرځېدو راګرځېدو بندیزونه لګول شوي وو.
له هغه وروسته، ختیځ کې د یوې بمي چاودنې پایله کې ۱۶ پوځیان او د یوه کمین پر مهال ۱۴ پولیس وژل شوي وو.
جولای کې د پي کي کي او پوځ تر منځ یو اوربند مات شو او له هغه وروسته په شمالي عراق کې ترکي جنګي الوتکو د پي کي کي پر هدفونو هوايي بریدونه وکړل او هلته پوځي ډلګیو عملیات وکړل.
ترکیه د امریکا متحدو ایالتونو په مشرۍ د هغه اییتلاف غړی هېواد دی، چې د اسلامي دولت نومي ډلې خلاف سوریې او عراق کې هوايي بریدونه کوي.








