نوي سټار وارز فلم چین کې ریکارډ عاید تر لاسه کړ

یاد فلم په نړیواله کچه نندارې ته له وړاندې کېدو یوه میاشت وروسته چین کې نندارې وړاندې شوی دی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، یاد فلم په نړیواله کچه نندارې ته له وړاندې کېدو یوه میاشت وروسته چین کې نندارې وړاندې شوی دی

د سټار وار فلمي لړۍ نوي فلم چین کې د اونۍ پای کې ۵۳ میلیونه ډالره عاید تر لاسه کړی، چې دا د دغه هېواد په تاریخ کې د اونۍ لپاره د بل هر فلم پرتله ډېر عاید دی.

د والټ ډیزني سټوډیو چارواکو په وینا په نړیواله کچه د سټار وارز لړۍ نوی فلم 'فورس اوکنس' له سوداګریزه پلوه دریم تر ټولو بریالی فلم دی.

ټایټانیک، چې ۱۹۹۷ کې نندارې ته وړاندې شو، دغه لړ کې دویم ځای لري او اوتار چې ۱۹۹۹ کې نندارې ته وړاندې شو له دوه اعشاریه اته بیلیونه ډالره عاید سره په لومړي سر کې ځای لري.

یاد فلم په نړیواله کچه نندارې ته له وړاندې کېدو یوه میاشت وروسته چین کې نندارې وړاندې شوی دی.

ډیزني لنډ چې د دغه فلم د ملکیت حقونه لري، د چین پر ستر دیوال د فلم کرکټرونو د مجسمو تر درولو پورې یې په چین کې د یاد فلم لپاره تبلیغاتو ته ځانګړې توجه کړې.

دا لومړۍ برخه ده، چې ډېری چینیایان یې ګوري، ځکه اصلي سټاروارز پر خپل وخت چین کې نندارې ته نه و وړاندې شوی.