"داعش پاکستان څخه ځوانان افغانستان ته لېږي"

 يو حکومتي ليک کې ادعا شوې چې داعش پاکستان کې د خلکو د راجلبولو کار پيل کړى دى.
د عکس تشریح، يو حکومتي ليک کې ادعا شوې چې داعش پاکستان کې د خلکو د راجلبولو کار پيل کړى دى.

د پاکستان تر ټولو لوى ايالت پنجاب يوه حکومتي سند کې منل شوې ده چې د "اسلامي دولت" په نوم ډله يا داعش هڅه کوي په پاکستان کې ځان غښتلى کړي.

د پنجاب د کورنيو چارو د وزارت په دې سند کې راغلي " اسلامې دولت ډلې افغانستان کې د ځان غښتلي کولو وروسته په دې هڅه کې ده چې پاکستان کې هم خپل ځان غښتلى کړي.

خو د پنجاب د کورنيو چارو ايالتي وزېر، رانا ثناالله، ويلي داسې سندونه چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ليکل شوي وخت ناوخته خپريږي، چې نه په بشپړه توگه ردېدى شي او نه يې هم څوک سل په سلو کې درست گڼلى شي.

د کورنيو چارو د وزارت دا ليک د پنجاب ستر سکرتر، د پولېسو لوړ پوړو چارواکو او د اعلې وزير سکرتر ته لېږل شوی دی. ليک کې ادعا شوې چې داعش پاکستان کې د خلکو د راجلبولو کار پيل کړى دى.

په ليک کې دا ادعا هم شوې ده چې په ځانگړې توگه قبايلي سيمو او د افغان کډوالو په کمپونو کې د تنخوا په بدل کې کسان گومارل کېږي.

ددې نه وړاندې داعش په سوريې اوعراق کې ډيرې سيمې لاندې کړي او هم يې افغانستان کې فعاليتونه ليدل شوي دي.
د عکس تشریح، ددې نه وړاندې داعش په سوريې اوعراق کې ډيرې سيمې لاندې کړي او هم يې افغانستان کې فعاليتونه ليدل شوي دي.

ليک کې راغلي چې د دې کسانو له غوراوي وروسته هغوي افغانستان ته لېږل کېږې، او "هلته د نويو وسلو او چاودېدونکو موادو د استعمالولو روزنه ترلاسه کوي".

دې حکومتي سند کې دا هم راغلي چې داعش پاکستان کې د ځوانانو د گومارنې لپاره تبليغاتي ويډو گانې هم کاروي، چې د ليک په وينا په دې لړ کې لسگونه ويډيوگانې تر دې دمه خورې شوې دي.

د ليک تر مخه پاکستان د طالبانو د تحرېک يو زيات شمېر غړي او قوماندانان هم د داعش ډلې کې شامل شوي.

خو دغه حکومتي ليک کې د داعش فعاليتونو د ادعا سره سره د پنجاب د کورنېو چارو وزير راناثنا الله بي بي سي ته ويلي، چې د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر، داعش ډله کې د پاکستان د څو وګړو شاملېدل په دې معنى نه د ي چې گوا کې داعش پاکستان کې يو لوى ځواک گرځېدلى دی.