سعودي عربستان له ایران سره ډیپلوماتیکې اړیکې وشلولې

د عکس سرچینه، .
سعودي عربستان له ایران سره د وروستي کرکېچ پر سر خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې وشلولې. تېره ورځ د سعودي د بهرنیو چارو وزیر ایراني دیپلوماتانو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړ چې له عربستانه ووځي.
وروسته له دې چې پېژندل شوی شیعه روحاني شیخ نمر باقر المنر په سعودي عربستان کې اعدام شو، په نړیواله کچه د اعتراضونو او مظاهرو لړۍ د یو شمېر شیعه ډلو له لوري په څو هېوادونو کې تر بېګا شپه روانې وې.
په ترکیه، لبنان، د پاکستان په کراچۍ ښار او کشمیر کې پولیس ایران ته د ورته تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره له مظاهره کوونکو سره مخامخ شول او د کشمیر په سرینګر کې امنیتي ځواکونو پر اعتراض کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی دی.

د عکس سرچینه، EPA
له ډیپلوماتیک اړخه هم سره له دې چې امریکا او د اروپايي اتحادیې له ایران او سعودي څخه وغوښتل چې د کرکېچ مخه ونیسي، سعودي عربستان له ایران سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې وشلولې.
د شنبه په ورځ په تهران او مشهد کې د عربستان سفارت او قونسلګري د اعتراض کوونکو تر برید راغی او ډیپلوماتیکې ودانۍ ځای ځای وسوځول شوې.

د عکس سرچینه، AFP
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل جبیر وویل چې ایراني ډیپلوماتان ۴۸ ساعته وخت لري چې د عربستان خاوره پرېږدي.
بله خوا سعودي عربستان هم له ایران څخه خپل ډیپلوماتان باسي.
په واشنګټن کې امریکايي چارواکو بي بي سي ته ویلي چې په فعاله ډول له ایران او عربستان سره په خبرو بوخت دي چې دواړه هېوادونه د کرکېچ د له منځه وړلو لپاره هڅې وکړي.
دغو چارواکو چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي ویلي چې د دې اندېښنه لري چې دغه کرکېچ کولی شي چې سیمه تر پخوا هم لا ډېره بې ثباته کړي او هغه پرمختګ چې د اتریش په ویانا ښار کې د سوریې د کرکېچ په ډګر کې شوی په ټپه ودروي.
څو ورځې وړاندې سعودي عربستان اعلان وکړ چې په ۴۷ کسانو کې چې د ترهګرۍ په تور اعدام شول شیخ نمر هم شامل دی.
دغه اعدامونه په پلازمېنه ریاض او ۱۲ نورو سیمو کې ترسره شوي.

د عکس سرچینه، AFP
نمر ال نمر په ۲۰۱۲ کال کې د سعودي پر واکمنې کورنۍ د نيوکو په تور نيول شوی و. هغه د عربستان په ختیځ کې له دولت ضد مظاهرو ملاتړ کړی ؤ. خو پلويان يې وايي چې ده په هېڅ ډول تاوتريخوالي کې لاس نه درلود.
ایران څو څو ځلې د شیخ نمر د اعدام د سزا د له منځه وړلو غوښتنه کړې وه.
د سعودي عربستان د پخواني ولیعهد امیرنایف له مړینې وروسته، شیخ النمر د سعودي کورنۍ پرخلاف په خپلې تُندې وینا کې ویلي ول چې امیر نایف په قبر کې عذاب ګالي او دوزغ ته به ځي.








