دا ځل د 'ګیم اف تهرونز' لیدونکي له لوستونکو مخکې دي

جارج مارټن نیمه شپه مهال پر خپل ویبلاګ ولیکل: د ونډر اف ونټر بشپړ نه شو

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، جارج مارټن نیمه شپه مهال پر خپل ویبلاګ ولیکل: د ونډر اف ونټر بشپړ نه شو

د امریکا مشهور ټلویزیوني سیریال ' ګیم اف تهرونز ' مینه وال د شنبې په ورځ له هغه وروسته مایوس شول، چې لیکوال یې جارج ار ار مارټن و نه توانید خپل نوی کتاب له ضرب الاجله مخکې بشپړ کړي.

د سیریال نوي ناول ' د ونډر اف ونټر ' لپاره د ضرب الاجل وروستۍ نېټه د دسمبر میاشتې ۳۱ وه.

جارج مارټن نیمه شپه مهال پر خپل ویبلاګ ولیکل:

دغه لړۍ له هغو یوه بلله کېږي، چې امریکا کې خورا ډېر مینه وال لري

د عکس سرچینه، HBO

د عکس تشریح، دغه لړۍ له هغو یوه بلله کېږي، چې امریکا کې خورا ډېر مینه وال لري

'د ونډر اف ونټر بشپړ نه شو، تاسې به مایوس شوي یاست، خو یوازې نه یاست، زما مدیران او خپرندویان هم مایوس شوي دي، ایچ بي مسوولین هم مایوس شوي، ژباړن او له هېواده بهر خپرندویان هم مایوس دي، خو هېڅوک هم له ما ډېر خواشیني نه دي.'

له دې مخکې نوموړي د ' ا سونګ اف ایس اینډ فابر ' لړۍ د شپږم ټوک ' د ونډر اف وینټر ' لپاره د ۲۰۱۵ کال وروستۍ نېټه د ضرب الاجل په توګه ټاکلې وه، چې په روان کال کې چاپ شي.

نوموړی له دې مخکې هم له ټاکلې نېټې مخکې د چارو بشپړولو کې پاتې راغلی.

د اکتوبر په وروستۍ ورځ یعنی د هیلووین په ورځ هم هغه و نه توانید خپل کار پای ته ورسوي.

معمولاً د کتاب لوستونکي د ټلویزیوني لړۍ له خپرېدو مخکې توانیدل ویې لولي

د عکس سرچینه، HBO

د عکس تشریح، معمولاً د کتاب لوستونکي د ټلویزیوني لړۍ له خپرېدو مخکې توانیدل ویې لولي

نوموړی اندېښنه څرګندوي، چې اپریل کې د ایچ بي او له لوري د ګیم اف تهرونز له خپرولو مخکې به د نوموړي چارې بشپړې نه شي، نو معانا یې دا شوه، چې کتاب به له هغه پروګرامه بېل وي، چې پر ټلویزیون خپریږي؟

دغې پوښتنې ته ځواب کې نوموړی وايي:

' ښايي هو! او ښايي نه! له کلونو راهیسې د کتاب لوستونکي د ټلویزیوني پروګرام له لیدونکو مخکې وو، خو سږ کال د یو شمېر لاملونو له کبله دغه څه برعکس شول اوس دا په تاسې پورې اړه لري.'

خو هغه وايي اټکلونه باید و نه شي، ځکه کېدای شي یاد کتاب یو نا یو وخت دکانونو کې ولیدل شي. خو دې سره هم هغه مني، چې ضرب الاجل پر انسان فشار ډېروي.