امريکا: هوايي بريدونو کې د داعش يو شمېر مشران وژل شوي

د عکس سرچینه، EPA
د امريکا دفاع وزارت وايي، د دې هېواد په مشرۍ ايتلافي ځواکونو د تېرې يوې مياشتې هوايي بريدونو په عراق او سوريه کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې لس مشران وژلي دي.
ډېری له دغو وژلو شوي کسانو نوامبر مياشت کې د پاريس له بريدونو سره چې ۱۲۹ کسان په کې وژل شوي وو، تړاو درلود.
د امريکا د دفاع وزارت وياند د يوه وژل شي کس نوم "شرف المودن ښودلی او ويلي يې دی چې نوموړي د پاريس د خونړيو بريدونو د پلان کوونکي عبدالحميد اباعود سره نېغ په نېغه اړيکه لرله.
شرف المودن د ډسمبر پر ۲۴ نېټه وژل شوی و.
عبدالحميد اباعود د ۲۰۱۳ کال په لومړيو کې له "اسلامي دولت" (داعش) ډلې سره يو ځای شوی و، چې د پاريس بريدونو څو ورځې وروسته د بلجيم پوليسو له خوا وژل شوی و.
د امريکا دفاع وزارت وياند ويلي، د نوموړې ډلې ځينې نورو وژل شويو مشرانو پر لوېديځ د بريدونو پلان درلود.
د امریکا پر مشرۍ ايتلاف له تېر يوه کال راهيسې په عراق او سوريه کې د "اسلامي دولت" ډلې پر ضد هوايي بريدونه کوي.
روسيه هم له څه مودې په سوريه کې پر داعش بريدونه کوي.
نوموړی هېواد وايي یوازې ترهګر او د "اسلامي دولت" ډلې جنګيالي په نښه کوي، خو فعالان بيا وايي دوی ډېری بريدونه د بشار اسد پر مخالفو ياغيانو چې د لوېديځ ملاتړ ورسره دی، ترسره کوي.
ملګري ملتونه وايي، د سوريې له کړکېچه پنځه کلونه کېږي چې تر ۲۵۰ زرو ډېر کسان په کې وژل شوي او په ميليونونو نور بې ځايه شوي دي.








