اردوغان ايران په سوريه کې پر فرقه پالنه تورنوي

د عکس سرچینه، AP
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان، ايران په سوريه کې پر لاسوهنه او فرقه پالنه تورن کړی دی.
د فرانسې خبري اژانس په وينا، ښاغلي اردوغان د يکشنبې پر ورځ (۲۷ ډسمبر) په ټلويزيوني خبرو کې ويلي، "که چېرې ايران د فرقه پالنې له امله د اسد تر شا نه وی ولاړ، کېدای شي نن به موږ د سوريې په اړه خبرې نه کولې."
د ايران په اړه د ښاغلي اردوغان نوې څرګندونې د دواړو هېوادونو تر منځ روان تاوتريخوالی په ګوته کوي. په تېرو څو وروستيو اوونيو کې د ایران او ترکيې ترمنځ اړيکي يو ځل بيا خراب شوي دي.
دواړه هېوادونه د سوريې کورنۍ جګړې په اړه بېلابېل نظرونه لري.
ايران په سوريه کې د حکومت ضد ياغيانو پر وړاندې د نوموړي هېواد د ولسمشر بشار اسد پوځي او اقتصادي ملاتړ کوي. ترکيه بيا د شخړې له پيل راهيسې د بشار اسد د لرې کېدو غوښتنه کوي.
د ترکيې ولسمشر اردوغان روسيه، ايران، همدا ډول "اسلامی دولت" ډله او د سوريې کوردان جنګيالي په "بې رحمانه ډول د سوري وګړو پر وژلو" ملامتوي.
ښاغلي اردوغان تېره شنبې په خپلو خبرو کې ويلي وو، چې "د روسيې، ايران، عراق او سوريې له ايتلاف سره د يو ځای کېدو غوښتنه يې رد کړې ده او د روسيې ولسمشر ولادي مير پوتين ته يې ويلي چې نشي کولای د بشار اسد تر څنګ کېني."
د هغه ايتلاف په اړه چې ښاغلي اردوغان ورته اشاره کړې په تېرو څو مياشتو کې د "اسلامی دولت" او نورو ياغي ډلو پر وړاندې جګړې لپاره جوړ شوی دی.








