'د فشار کنترول درمل د غور وړ موضوع ده'

د عکس سرچینه، IC 2030 Courtesy of Dawid De Greeff and Kings College London
ساینسپوهانو وړاندیږ کړی، چې هغو ناروغانو ته چې د زړه ناروغیو له احتمالي خطر سره مخامخ وي، که د فشار کنترول درمل ورکړل شي، وايي د ډېرو خلکو ژوند ژغورل کېدای شي.
دوی وايي کېدای شي دغه درمل هغو کسانو ته هم ورکړل شي، چې د معایناتو پر مهال یې د ویني فشار ټیټ یا لوړ نه وي.
دغه څېړنه د اوسنیو لارښونو برعکس ده، چې وايي د وینې فشار درمل باید یوازې هغه مهال ورکړل شي، چې فشار له یوه ټاکلي بریده تيريږي.
خو بل لور ته ماهرین په دې باور دي، چې د ژوند تېرولو انداز هم د وینې فشار په ټیټوالي کې مهم رول لوبوي.
د دغې څېړنې پایلې په لینسیټ نومي اونیزه کې خپرې شوې دي.
د وینې فشار ته د زړه ناروغیو او دماغي سکتې سره خورا نژدې تړاو ورکول کېږي.
اوسنۍ لارښونې د انګلستان ' نېشنل انسټیټیوټ فار هیلت اینډ کيئر ایکسي لینس ' له لوري خپرې شوې، چې وايي د فشار کنترول درمل باید یوازې هغه مهال ورکړل شی، چې کچه یې له ۱۴۰ اوړي.
هغه کسان چې له سخت خطر سره مخامخ دي، د بېلګې په توګه هغوی ته چې له دماغي سکتې سره مخامخ شوي دي، تر دغې کچې د وینې فشار په صورت کې د درملو ورکړې پر ځای د جدي پاملرنې لاندې ساتلو ملاتړ شوی.
خو اوس د ماهرینو یوه نړیواله ډله ډاکټرانو ته توصیه کوي، چې د ناروغانو حالت ته په کتو سره خطرونه په پام کې ونیسي.
دوی وايي څېړنې وښودله، چې د کولیسترول زیاتې کچې تمباکو کارونکي ناروغان او دغه راز هغه کسان چې عمر یې له ۶۵ پورته وي او د شکرې په ناروغي اخته وي، د دوی په شمول دغه ډول درملنه ډېرو ته ګټوره کېدای شي.
له څېرنې دا هم ثابته شوې، چې د یو ځل درملنې پایله کې دا مهال له استعمالیدونکې کچې هم د وینې فشار په ټیټه کچه کې ساتل کېدای شي.
خو دې سره دا هم معلومه شوې، چې د هر کس د وینې فشار چې له څومره ټیټې کچې پیلیږي، له ټیټولو سره به یې کچه په هماغه اندازه لږ وي.
څېړنو ثابته کړې، چې د ناروغ د وینې فشار کچه که هر ډول وي، د ژوند تېرولو انداز کې بدلون سره او یا هم د درملو کارولو سره یې کچه کېدای شي ټيټه شي.








