حمص کې د 'اسلامي دولت' برید ۱۶ کسان وژلي

'اسلامي دولت' وايي برید کې ۲۵ کسان وژل شوي، خو سوري حکومت د وژل شویو شمېر ۱۶ ښيي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، 'اسلامي دولت' وايي برید کې ۲۵ کسان وژل شوي، خو سوري حکومت د وژل شویو شمېر ۱۶ ښيي

'اسلامي دولت' ډلې د سوریې حمص ښار کې د هغه ځانمرګي برید پړه منلې ده، چې لږترلږه ۱۶ کسان پکې ووژل شول. دا برید د ښار په حي الوعر سیمه کې د اوربند له هوکړې څو ورځې وروسته شوی دی.

دغې ډلې په یوه ویناپاڼه کې ویلي ''یوه وسله وال ابو احمد الحمصي د حمص ښار په الزهراء کلي کې له چاودېدونکو توکو خپل ډک موټر چوولی دی''.

دا برید د حمص ښار په شمال لوېدیځ حي الوعر سیمه کې د وسله والو مخالفانو او حکومت ترمنځ د اوربند له هوکړې څو ورځې وروسته شوی دی.

د اوربند هوکړه کې ملګرو ملتونو ته د څارنې رول ور په غاړه شوی، چې له الوعر نه به وسله وال جنګیالي او ولسي وګړي وځي.

''اسلامي دولت'' ډلې ویلي، دوو چاودنو لږترلږه ۲۵ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي، خو سوري حکومت وايي په یوه برید کې ۱۶ کسان وژل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو بریتانیا مېشتې ټولنې ویلي، لومړۍ چاودنه الزهراء کلي کې یوه روغتون ته څېرمه شوې ده.

د سوریې رسمي خبري آژانس ''سانا'' ویلي، د سوریې لومړي وزیر وائل الحلقي دا برید غندلی چې په وینا یې ''د سوریې ولس به نهیلی نه کړي''.

د الوعر سیمې د اوربند له هوکړې وروسته، حکومتي ځواکونو پر حمص ښار منګولې ټینګې کړې دي.

اټکل دی چې د وسله والو کسانو او د هغوی د کورنیو په ګډون شاوخوا ۷۰۰ کسان له حمص ښاره وتلي دي.

په حمص کې شخړې:

  • د ۲۰۱۱ کال مارچ میاشت نیمايي کې د بشارالاسد پرضد لاریونونه پیل شول.
  • د ۲۰۱۲ کال تر نیمايي پورې، مخالفو وسله والو د حصم پنځمه برخه ونیوه.
  • په همدې کال، حکومتي ځواکونو پر حمص سخت بریدونه وکړل او د هوايي بریدونو په مټ یې ځینې سیمې بېرته ونیوې.
  • د ۲۰۱۴ کال په جنورۍ کې، حکومتي ځواکونو د حمص ډېری برخه ونیوه، خو حي الوعر او زوړ ښار له وسله والو سره پاتې شول. په زاړه ښار کې اوربند وشو.
  • په ۲۰۱۵ کال، دواړو غاړو په الوعز سیمه کې د اوربند هوکړه وکړه، چې مخالف وسله وال به ادلب ته وځي.