عبدالله د شانګهای سازمان غونډې لپاره چين ته تللی

ښاغلی عبدالله به په دغه غونډه کې د چين، روسيې، تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان له لومړيو وزيرانو سره ګوري

د عکس سرچینه، DR AA FB

د عکس تشریح، ښاغلی عبدالله به په دغه غونډه کې د چين، روسيې، تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان له لومړيو وزيرانو سره ګوري

د افغانستان د ملي يووالي حکومت اجراييه مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د شانګهای سازمان غړو هېوادونو په غونډه کې د ګډون لپاره چين ته تللی.

روسيه، چين ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان، قرغزستان د شانګهای سازمان دايمي غړي هېوادونه دي، خو افغانستان، پاکستان، هند، ايران، ترکمنستان او منګوليا په غونډه کې د څارونکي په توګه ګډون کوي.

د اجراييه رييس وياند مجيب الرحمن رحيمي بي بي سي ته ويلي، ښاغلی عبداالله به په دغه غونډه کې د افغانستان په استازيتوب وينا کوي او له غړو هېوادونو به په افغانستان کې د سولې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.

<link type="page"><caption> د شانګهای د ملګرتيا سازمان وپېژنئ</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2010/03/100323_hh-shanghai-organizaton" platform="highweb"/></link>

ویل کېږي ښاغلی عبدالله به په دغه غونډه کې د چين، روسيې، تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان له لومړيو وزيرانو سره ګوري.

د شانګهای سازمان په سيمه کې د امنیتي، اقتصادي او فرهنګي همکارۍ لپاره جوړ شوی دی.

دغه سازمان په ۲۰۰۱ کال کې د چين، روسيې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د مشرانو له خوا جوړ شوی و.

د اصلي غړو تر څنګ منګوليا په ۲۰۰۴ کال کې، افغانستان، پاکستان، هند او ايران په ۲۰۱۲ کال کې د څارونکو په توګه له دغه سازمان سره يو ځای شول.