سوريه:هوايي بریدونو کې د "داعش ۳۲" جنګيالي وژل شوي

د عکس سرچینه، PA
د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار ډله وايي، په يو شمېر هوايي بريدونو کې د "اسلامي دولت" ډلې "۳۲ جنګيالي وژل شوي او له ۴۰ زيات ټپيان" شوي دي.
دغه ډله وايي داسې ښکاري چې د يکشبنې ورځې (۶ ډسمبر) هوایي بريدونونه د امريکا پر مشرۍ ايتلافي ځواکونو ترسره کړي وي.
بل خوا يو شمېر نور فعالان وايي، د روسيې جنګي الوتکو پر رقه ښار يو لړ بريدونه کړي چې په وينا يې ولسي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
رقه د اسلامي دولت ډلې لپاره يو لوی مرکز دی.
د سوريې لپاره بريتانيا مېشتې د بشري حقونو د څار ډلې مشر رامي عبدالرحمن وايي، د ښار په شمال ختيځ او جنوب ختيځ کې د اسلامي دولت ډلې پر هدفونو شاخوا ۱۵ هوايي بريدونه شوي دي.
دی زياتوی د وژل شويو او ټپيانو دغه شمېرې يوازې له يوه روغتون اخيستل شوې دي او کېدای شي له دې ډېر کسان په کې وژل شوي وي.
د "شام" په نامه خبري رسنۍ وايي، د روسيې الوتکو پر ښار بريدونه کړي چې ولسي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونه له ۲۰۱۴ کال راهيسې په سوريه کې د "اسلامي دولت" ډلې پر هدفونو بمبارۍ کوي.
بريتانيا هم روانه مياشت سوريه کې د دغي ډلې پر ضد د جګړې له ايتلاف سره يو ځای شوه.
فرانسې هم د پاريس له بريدونو وروسته د "اسلامي دولت" ډلې پر ضد بريدونو کې تېزوالی راوستلی دی.
تېره جمعه (۴ ډسبمر) د جرمني قانون جوړونکو هم د يادې شوې ډلې پر وړاندې د پوځي بريدونو ملاتړ وکړ.
روسيه هم په سوريه کې هوايي بريدونه ترسره کوي، خو ځينې شننونکي بيا وايي، روسيه ډېری وخت هغه ياغيان په نښه کوي چې د بشار اسد مخالف دي.








