سږ کال سعودي ۱۵۰ کسان اعدام کړي

د بښنې نړیوال سازمان پخپل یوه <link type="page"><caption> راپور</caption><url href="http://www.amnestyusa.org/pdfs/DeathSentencesAndExecutions2014_EN.pdf" platform="highweb"/></link> کې وايي، سعودي عربستان د روان کال له پیله تر اوسه تر ۱۵۰ ډېر کسان اعدام کړي، چې د دغه سازمان په وینا، دا په تېرو ۲۰ کلونو کې د اعدام تر ټولو لویه شمېره ده.
په سعودي عربستان کې یو شاعر او رسام له دین نه د اوښتو په تور په اعدام محکوم شوی.
د سعودي ورځپاڼو ویلي، دا مهال لږترلږه ۵۰ کسان د اعدامېدو په انتظار دي.
د سعودي ډېرېدونکو اعدامونو په نړیواله کچه اندېښنه راپورته کړې ده.
له تېرې جنورۍ میاشتې راهیسې د بشري حقونو ډلو د سعودي بلاګر رائف بدوي په درو وهلو نیوکه کړې وه.
نوموړی اسلام ته د سپکاوي په تور نیول شوی او په درو وهل شوی و.
په همدې میاشت کې، د برما یوه ښځه په وژنې تورنه وه خو هغې چیغې وهلې چې ما "قتل نه دی کړی" آن دا چې سر یې د سعودي په یوه واټ په توره غوڅ شو.
تر اوسه په سعودي عربستان کې تر ۱۵۰ ډېر کسان په بېلابېلو جرمونو اعدام شوي دي، چې د بشري حقونو ډلې وايي، دا په تېرو ۲۰ کلونو کې سعودي کې د اعدام تر ټولو لویه شمېره ده.

د عکس سرچینه،
په اعدام شویو کې ګڼ کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي وو.
د بشري حقونو فعالان وايي، ګڼې محاکمې ناعادلانه دي.
د شفافیت نشتوالی

د بښنې نړیوال سازمان په سعودي کې د سږکال پر اعدامونو نیوکه کړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو کارپوهان وايي، سعودي کې د اعدام حکم له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.
تېره اونۍ، القاعدې شبکې ویلي وو، که چېرې سعودي عربستان په ترهګریزو اعمالو د القاعدې شبکې تورن غړي اعدام کړي، القاعده به د سعودي امنیتي ځواکونه او چارواکي په نښه او هلته به خونړي بریدونه وکړي.
القاعدې شبکې ویلي، دا مهال د سعودي په زندانونو کې د ترهګرۍ په تور د القاعدې ځینې غړي بندیان دي، چې شاید د اعدام حکم ورباندې وشي.
رپوټونه وايي، سعودي عربستان غواړي لس بندیان اعدام کړي.









