داعش کړکېچ: امریکا عراق کې ځانګړې ځواکونه ځای پر ځای کوي

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا د دفاع وزیر اشټون کارتر وايي، د دغه هېواد ځانګړي ځواکونه به په عراق او سوریې کې د اسلامي دولت ډلې د جنګیالیو پر ضد جګړه کې د مرستې لپاره په عراق کې ځای پر ځای شي.
نوموړي ویلي، دا ځواکونه به د ناڅاپي چاپو، د یرغمل شویو کسانو د خلاصون او د اسلامي دولت ډلې د مشرانو د نیولو وړتیاوې ولري.
خو د عراق د شیعه ملېشو ځینو ډلو د دغه ګام پر وړاندې سخت غبرګون ښوولی.
له بلې خوا، جرمني هم د اسلامي دولت ډلې پر ضد جګړه کې د خپلې ونډې اعلان کړی. دا هېواد هوډ لري، چې سیمې ته یوه جنګي بېړۍ او یو شمېر الوتکې واستوي. جرمني دې جګړې ته تر دولس سوو تنو سرتېري هم ځانګړي کړي، خو په مخامخ جګړه کې به ګډون نه کوي.
بلخوا، ټاکل شوې چې نن د برتانیې پارلمان په سوریې کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد د هوايي بمبارۍ په اړه رایه اچونه تر سره کړي. د برتانیې لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون د خپل محافظه کار ګوند پر پارلماني استازو غږ کړی، چې د برتانیې د هوايي ځواکونو لخوا په سوریې کې عملیات تایید کړي.
نوموړي ویلي، چې دوی باید د حکومت مخالف کارګر ګوند د مشر جیریمي کوربین او نورو هغو کسانو ملګرتیا و نه کړي چې د دغو عملیاتو مخالفت کوي، چې ده د ترهګرو خواخوږي وبلل. د کارګر ګوند مشر ویلي، چې په سوریې کې د سولې راوستلو لپاره بمباري د حل لاره نه ده.
له بلې خوا، په تېرو څلورو ورځو کې د دویم ځل لپاره زرګونه لاریون کوونکي د لندن سړکونو ته راوتلي او د بمبارۍ د عملیاتو پر ضد یې احتجاج کړی دی.




