د استرالیا مسلمانان له ناوړه چلند سر ټکوي

د عکس سرچینه، Reuters
یوې نوې څېړنې ښوولې ده، چې په استرالیا کې مسلمانان د نورو دینونو د پلویانو په پرتله ډېر له تعصب او توکم پالنې ځورېږي.
د نظرپوښتنې له مخې، نژدې ۶۰ پوښتل شویو ویلي، دوی له اسلام نه د وېرې او یا د اسلاموفوبیا د احساس له کبله د نورو دینونو د پلویانو له خوا په یوه ډول ځورول شوي دي.
په سیډني کې د اسلام په تړاو کنفرانس کې، اکاډیمیکو څېرو خبرداری ورکړی چې توکم پالنه د مسلمانو ځواکونو د لا ډېرو سخت دریځه کېدو لامل ګرځي.
د څېړنې ترسره کوونکي په دې ان دي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې روانو پېښو په استرالیا کې متعصبو کسانو ته نور "جرأت وکړی دی".
لکه څرنګه چې په سیډني کې د بي بي سي خبریلا فېل مارکر وايي، ښکاري چې په توکمیز او مذهبي تعصب کې ښکېل کسان د ټولنې ډېره کمه سلنه برخه جوړوي.

د عکس سرچینه، PETER PARKS AFP
په څېړنه کې ۸۵ پوښتل شویو ویلي، دوی لاهم پر دې باور دي چې په استرالیا کې د مسلمانانو او د نورو دینونو د پلویانو ترمنځ اړیکي لاهم په صمیمانه فضا کې مخته روان دي.
په دې څېړنه کې نژدې ۶۰۰ کسانو ګډون کړی او څېړنه د وېسټرن سیډني او چارلز سټرېټ پوهنتون په همکارۍ او په سیډني کې د اسلامي علومو او څېړنو د مرکز له خوا ترسره شوې ده.

د عکس سرچینه، EPA
مسلمانان د استرالیا د ټول ټال وګړو ۲ سلنه جوړوي.








