اروپا او ترکيه د کډوالو بهير پر کابو کولو سلا شوي

د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتو رسمي شمېرې ښيي، چې په روان کال له ۷۰۰زرو ډېر پناه غوښتونکي يونان ته رسيدلي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتو رسمي شمېرې ښيي، چې په روان کال له ۷۰۰زرو ډېر پناه غوښتونکي يونان ته رسيدلي

اروپايي ټولنې او ترکیې په بروکسېل کې له خبرو اترو وروسته اروپا ته د کډوالو د روان بهیر د کابو کولو لپاره په ګډو ګامونو هوکړه کړې ده.

د دې هوکړې له مخې به اروپايي ټولنه په ترکیې کې د مېشتو سوري کډوالو د مرستې لپاره درې میلیارده ډالر ورکړي.

ترکیې وار له مخه د دغه کړکېچ د مخنیوي په لاره کې اته میلیارده ډالر لګولي دي.

دواړه خواوې پر دې هم سلا شوې، چې په اروپايي ټولنې کې د ترکیې د ورګډولو پر موضوع به خبرې بېرته پیلوي.

په دې سره به د دې ټولنې غړو هېوادونو ته د تګ راتګ په برخه کې د ترکي وګړو لپاره په وېزو اخېستلو کې اسانتیاوې رامنځته شي.

د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو وویل، ترکیه یو اروپايي هېواد دی او دوی چمتو دي، چې دې لویې وچې ته د ورپېښو کړکېچونو په اواري کې خپله ونډه واخلي.

نوموړي د تېرې ورځې هوکړه د اروپايي ټولنې او ترکیې تر منځ د اړیکو په برخه کې یو تاریخي ګام وباله.

د کډوالو لويه برخه افغانان، عراقيان او سوريايان چې ډيری يې د ترکيې له لارې ځان اروپايي هېوادونو ته رسوي

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، د کډوالو لويه برخه افغانان، عراقيان او سوريايان چې ډيری يې د ترکيې له لارې ځان اروپايي هېوادونو ته رسوي

د کډوالو موضوع په وروستيو کې په اروپا کې په يوه لوی کړکېچ اووښتې او د اروپا هر غړی هېواد هڅه کوي، خپلې اوږدې د کډوالو له بار نه تشې کړي.

خو د جرمني په ګډون يو شمېر هېوادونه له نورو اروپايي هېوادونو غواړي چې د دغه پيټي په وړلو کې ورسره ګډه مرسته وکړي.

د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتو رسمي شمېرې ښيي، چې په روان کال له ۷۰۰زرو ډېر پناه غوښتونکي يونان ته رسيدلي، چې وروسته نورو اروپايي هېوادونو ته ورغلي دي.

د کډوالو لويه برخه افغانان، عراقيان او سوريايان چې ډيری يې د ترکيې له لارې ځان اروپايي هېوادونو ته رسوي.