جرمني کې د کډوالو په پلوي او مخالفت لاریونونه شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د جرمني په پلازمېنې برلین کې د کډوالۍ ضد یوه ګوند پلویانو د لاریون پر مهال له پولیسو سره نښتې کړې دي.
په دغو مظاهرو کې کابو ۵۰۰۰ زره کسانو ګډون کړی او د جرمني د لومړۍ وزیرې انګېلا مېرکېل پر ضد یې نارې وهلې.
لاریون کوونکو ټینګار کاوه، چې د کډوالو په تړاو باید د مېرمن مېرکل د تګلارې مخه ونیوله شي. د پولیسو په وینا، د دغو مظاهره چیانو پر ضد او د کډوالو په پلوۍ یو بل لاریون هم تر سره شوی، چې شاوخوا ۸۰۰ کسانو پکې ګډون کړی دی.
دغو لاریون کوونکو په خپلو شعارونو کې ویل، چې نازیان باید له جرمني ووځي.
جرمني ته په روان کال کې تر اووه نیم لکو ډېر کډوال ور رسېدلي چې ډېری یې د جګړه ځپلې سوریې او افغانستان وګړي دي.
له دې مخکې، جرمني کې حکومت غواړي د نابریالیو پناه غوښتونکو بېرته ستنولو لړۍ له هغه ورسته چټکه کړي، چې واکمن اتحاد پر دغې موضوع رامنځته شوی اختلاف حل کړ.
لومړۍ وزیره انګېلامېرکل وايي پنځه ځانګړي مرکزونه به د هغو پناه غوښتونکو غوښتنلیکونه وڅېړي، چې باور کېږي، د هلته پاتې کېدو احتمال یې لږ دی.

د عکس سرچینه، AFP
جرمني کې باور داسې دی، چې ښايي د سږ کال اوږدو کې به ۸۰۰ زره کسان دغه هېواد کې د پناه غوښتنه وکړي.
اروپا ته د ګڼو پناه غوښتونکو جوپو ورتګ هلته د دغې ستونزې هواري لړ کې د اروپايي اتحادیې غړو هېوادونو نه یوه خوله کېدو له کبله یو سیاسي بحران رامنځته کړی دی. مېرمن مېرکل، چې د کډوالو لپاره یې د پرانیستو دروازو پر پالیسۍ په کور دننه سختې نیوکې شوې وايي:
'' موږ یو ډېر مهم او ګټور ګام واخیست ''
د پناه غوښتونکو دوسیو دغه پېنځه ځانګړي څېړونکي مرکزونه به د هغو پناه غوښتونکو اسناد وڅېړي، چې هېوادونه یې خوندي بلل کېږي، جرمني ته له بیا ورتګه منع شوي او یا له همکاري کولو ډډه کوي.
په دغه چټک بهیر کې به د پناه غوښتنې دوسیه د میاشتو پر ځای په نژدې یوه اونۍ کې څېړله کېږي او د پرېکړې خلاف اپیل به لږ تر لږه دوې نورې اونۍ وخت نیسي.
تمه کېږي، چې ډېری رد شوي کسان به له هېواده وشړل شي.
په یوه خبري غونډه کې مېرمن میرکل او سوسیال دیموکرات مشر سیګمار ګابریل له هغو لاملونو سره پر مبارزې، چې له کبله یې خلک له خپلو هېوادونو تښتي او دغه راز د اروپايي هېوادونو د بهرنیو پولو د خوندیتوب پر اهمیت ټنګار وکړ.








