چين يو بشري فعال په شپږ کاله بند محکوم کړی دی

د عکس سرچینه، AFP
د چين حکومت د دغه هېواد د بشري حقونو يو مخکښ فعال يانګ ماوډونګ د عامه نظم د ګډوډولو په تور په شپږ کاله بند محکوم کړی دی.
ښاغلی یانګ چې په ګوو فيزيونګ مشهور دی له هغه راهيسې په توقيف کې دی چې په ګوانګژو کې يې د يوې اوونۍ لپاره سوله ييز لاريون سنبال کړی و.
د بښنې نړيوال سازمان امنسټي انټرنشنل ويلي دغه محکومېدنه په ''بشپړ ډول سياسي انګېزه لري.''
يانګ ماوډونګ دغه راز نور فعالين هم هڅولي وو، چې د هېواد په نورو ښارونو کې هم د اعتراض غږ پورته کړي.
ښاغلی يانګ مخکې هم د فساد پر وړاندې د کمپاين کولو په تړاو په پنځه کاله بند محکوم شوی و.
دوه نور فعالين هم زنداني شوي دي.
د يانګ ماوډونګ مدافع وکيل د جمعې پر ورځ رويترز خبري اژانس ته ويلي: ''هغه په هېڅ شي ګرم نه دی. دا محکوميت د نه منلو او نامناسب دی.''
د ښاغلي يانګ خور ويلي دي، چې محاکمه 'ظالمانه وه او سياسي اړخ لري.'
د چين قضايي چارواکو د دغه محکوميت په اړه تبصره نه ده کړې، خو په ورته موضوعاتو کې د بهرنيو چارو وزارت له ولس غوښتي چې د چين قضايي خپلواکۍ ته درناوی وکړي.
د پنجشنبې پر ورځ يوې محکمې د ۷۱ کلنې وتلې خبريالې ګاوو يوو د بند اووه کلنه موده چې د پټو رازونو د افشا کولو په تور ورکړای شوې وه، پنځو کلونو ته راکمه کړه.








