فرانسه کې د اورګاډي چپه کېدو ۱۰ کسان وژلي

د عکس سرچینه، Reuters
د فرانسې ختیځ سټراسبورګ کې یو تېز اورګاډی له پټلۍ کوږ شوی چې لږترلږه ۱۰ کسان پکې وژل شوي دي.
پېښه د پاریس او سټراسبورګ ترمنځ پر نوې پټلۍ د آزمیښتي سفر پر مهال رامنځ ته شوې ده.
په اورګاډي کې ۴۹ مسلکي کسان سپاره وو، چې له کږېدو سره سم یې اور اخیستی او بیا د اوبو په یوه ویاله کې لوېدلی دی.
په پېښه کې ۱۱ نور کسان سخت ټپیان شوي دي.
چارواکو ویلي د اورګاډي ''له حده ډېر سرعت'' د هغه د کږېدو لامل شوی.
په انځور کې ښکاري، چې د اورګاډي مخکینۍ برخه په اوبو کې ډېره کمه ډوبه شوې، خو د پټلۍ پر څنډو د اورګاډي ځینې ټوټې پرتې دي.
رپوټونه وايي، ټاکل شوې وه، راتلونکی کال د پاریس – سټراسبورګ ترمنځ د اورګاډي دغه نوې پټلۍ پرانیستله شي.
د فرانسې خبري رسنۍ وايي، د ترانسپورت وزیر الان ویدالیس او د چاپېریال وزیره سیګولان رویال د پېښې ځای ته روغلي دي.








