د فرانسې بریدونه

د فرانسې پلازمېنې پاریس په یو لړ بمي چاودنو او ډزو کې لسګونه کسان وژل شوي دي. فرانسه کې بېړنی حالت اعلان شوی او فرانسې خپلې پولې تړلې دي.

د فرانسې پلازمېنې پاریس په یو لړ بمي چاودنو او ډزو کې لسګونه کسان وژل شوي دي. پولیس د بتکلان کنسرت هغه تالار ته ورننوتي، چې یو شمېر کسان پکې یرغمل شوي وو.
د عکس تشریح، د فرانسې پلازمېنې پاریس په یو لړ بمي چاودنو او ډزو کې لسګونه کسان وژل شوي دي. پولیس د بتکلان کنسرت هغه تالار ته ورننوتي، چې یو شمېر کسان پکې یرغمل شوي وو.
په دغه ځای کې ډېر کسان وژل شوي، چې ښايي شمېر یې تر سلو ډېر وي. لږ تر لږه اته بریدګر په ډزو وژل شوي دي.
د عکس تشریح، په دغه ځای کې ډېر کسان وژل شوي، چې ښايي شمېر یې تر سلو ډېر وي. لږ تر لږه اته بریدګر په ډزو وژل شوي دي.
 فرانسه کې بېړنی حالت اعلان شوی او فرانسې خپلې پولې تړلې دي.
د عکس تشریح، فرانسه کې بېړنی حالت اعلان شوی او فرانسې خپلې پولې تړلې دي.
رپوټونه وايي، د پاریس مرکز کې دو فرانس ته څېرمه پر خوړنځيو ځانمرګي بریدونه شوي او بیا نښته شوې ده.
د عکس تشریح، رپوټونه وايي، د پاریس مرکز کې دو فرانس ته څېرمه پر خوړنځيو ځانمرګي بریدونه شوي او بیا نښته شوې ده.
د فرانسې لوی څارنوال ویلي، په بریدونو کې لږترلږه اته سخت دریځي هم وژل شوي، چې په وینا یې ''اوه پکې ځانمرګي برید کوونکي دي.''
د عکس تشریح، د فرانسې لوی څارنوال ویلي، په بریدونو کې لږترلږه اته سخت دریځي هم وژل شوي، چې په وینا یې ''اوه پکې ځانمرګي برید کوونکي دي.''
فرانس پرېس ویلي، د فرانسې بریدونو کې تر اوسه لږترلږه د ۱۲۰ کسانو وژل کېدل تایید شوي، او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپیان دي، چې د ۸۰ ټپونه د اندېښنې وړ ګڼل شوي.
د عکس تشریح، فرانس پرېس ویلي، د فرانسې بریدونو کې تر اوسه لږترلږه د ۱۲۰ کسانو وژل کېدل تایید شوي، او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپیان دي، چې د ۸۰ ټپونه د اندېښنې وړ ګڼل شوي.
وسله والو د بتکلان کنسرت تالار کې د پولیسو له رسېدا وړاندې ګڼ کسان یرغمل کړي وو.
د عکس تشریح، وسله والو د بتکلان کنسرت تالار کې د پولیسو له رسېدا وړاندې ګڼ کسان یرغمل کړي وو.
تر دې وړاندې دغه تالار ته یوه ور څېرمه خوړنځي کې یوه وسله وال سړي لږ تر لږه لس کسان ووژل. یو عیني شاهد بېن ګرانت د دې پېښې په وویل " زه د رستورانت په وروستۍ برخه کې وم. ډېر څه مې ونه لیدل. یو مېز مو راکش کړ او ترې لاندې پټ شوو.
د عکس تشریح، تر دې وړاندې دغه تالار ته یوه ور څېرمه خوړنځي کې یوه وسله وال سړي لږ تر لږه لس کسان ووژل. یو عیني شاهد بېن ګرانت د دې پېښې په وویل " زه د رستورانت په وروستۍ برخه کې وم. ډېر څه مې ونه لیدل. یو مېز مو راکش کړ او ترې لاندې پټ شوو.
د فرانسې ملي لوبغالي سره هم ګڼې چاودنې شوې دي.
د عکس تشریح، د فرانسې ملي لوبغالي سره هم ګڼې چاودنې شوې دي.
له بریدونو وروسته د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ او د هېواد پولې یې وتړلې.
د عکس تشریح، له بریدونو وروسته د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ او د هېواد پولې یې وتړلې.
ولسمشر په یوه تلویزوني وینا کې دغه برید په کلکو ټکو وغنده او وویل ولس د دغو بریدګرو پر ضد یو موټی ولاړ دی.
د عکس تشریح، ولسمشر په یوه تلویزوني وینا کې دغه برید په کلکو ټکو وغنده او وویل ولس د دغو بریدګرو پر ضد یو موټی ولاړ دی.
د نړۍ په ګڼو برخو کې د پاریس بریدونو کې له قربانیانو سره غمشریکي ښوول شوې.
د عکس تشریح، د نړۍ په ګڼو برخو کې د پاریس بریدونو کې له قربانیانو سره غمشریکي ښوول شوې.
ولسمشر اولاند د فرانسې او جرمني تر منځ د فوټبال د سیالۍ ننداره کوله، چې ملي لوبغالي ته څېرمه د چاودنو غږ واورېدل شو. نوموړی سمدستي د حکومتي غبرګون د همغږۍ لپاره د کورنیو چارو وزارت ته ورغی.
د عکس تشریح، ولسمشر اولاند د فرانسې او جرمني تر منځ د فوټبال د سیالۍ ننداره کوله، چې ملي لوبغالي ته څېرمه د چاودنو غږ واورېدل شو. نوموړی سمدستي د حکومتي غبرګون د همغږۍ لپاره د کورنیو چارو وزارت ته ورغی.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما په خپل غبرګون کې د پاریس بریدونه د ولسي وګړو د وېرولو په موخه یوه ظالمانه کړنه وبلله. نوموړي ویلي، امریکا به په دې برخه کې له فرانسې سره تر خپله وسه هر راز مرسته وکړي.
د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر بارک اوباما په خپل غبرګون کې د پاریس بریدونه د ولسي وګړو د وېرولو په موخه یوه ظالمانه کړنه وبلله. نوموړي ویلي، امریکا به په دې برخه کې له فرانسې سره تر خپله وسه هر راز مرسته وکړي.
په ځینو رپوټونو کې دا چاودنې ځانمرګي بریدونه بلل شوې دي. د پاریس ښاروال پر خلکو غږ کړی، چې له کورونو و نه وځي.
د عکس تشریح، په ځینو رپوټونو کې دا چاودنې ځانمرګي بریدونه بلل شوې دي. د پاریس ښاروال پر خلکو غږ کړی، چې له کورونو و نه وځي.