امریکا: ډرون جهادي جان وژلی

د عکس سرچینه، AP
د امریکا دفاع وزارت پنتاګون ویلي، تر یوه حده باور لري، چې په سوریه کې د ''اسلامي دولت'' ډلې ''جهاد جان'' د امریکا څارګرې الوتکې په یوه برید کې وژل شوی دی.
جګړن سټیف واران وویل، د تېرې پنجشنبې په ورځ د سوریې رقه کې پر جهادي جان برید وشو، خو په رسمي توګه د هغه د وژل کېدو اعلانېدو ته ''وخت'' پکار دی.
محمد اموازي، چې په اصل کې بریتانوی دی، خو په کویت کې زیږېدلی، تېر کال د ''اسلامي دولت'' ډلې په هغو وېډیوګانوې کې راڅرګند شو، چې د ځینو برمته شويو لوېدیځوالو مرۍ یې پکې غوڅې کړې.
د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون ویلي، د موازي په نښه کول ''یوه اړتیا وه''.
اټکل دی چې یو بل کس هم له الموازي سره په موټر کې و، چې په رقه ښار کې د امریکا الوتکې په نښه کړ.

د عکس سرچینه، BBC World Service
واران زیاتوي، دا ټول ''ورځني'' بریدونه تر ډېره د ''اسلامي دولت'' ډلې لوړرتبه، متوسط رتبه مشران په نښه کوي.
"لوی ګوزار"
که څه هم اموازي ددغې ډلې کوم مهم جنګي یا عملیاتي مشر نه و، که چېرې الموازي وژل شوی وي، دا به ''اسلامي دولت'' ته یو لوی ګوزار وي.
د اموازي د څارلو په عملیاتو کې یوې بریتانوۍ بې پیلوټه الوتکې هم ګډون درلود.
ویل کېږي د رقه ښار په دغو عملیاتو کې درو بې پیلوټه الوتکو ګډون درلود، چې ''یوه یې بریتانوۍ وه''، او پر اموازي یې ''هیلفایر'' نومی توغندی ویشتلی دی.
دوو ترکي چارواکو ویلي، ترکي چارواکو یو کس له جهادي جان سره د تړاو لرلو په تور نیولی دی.

نیول شوی کس، چې نوم یې ایان لیسلي دیوینس ښوول شوی، له هغو کسانو ګڼل شوی، چې په سوریه کې یې بهرني یرغمل شوي ساتل.
ترکي چارواکو دا هم ویلي، چې مشکوک کس په استانبول کې نیول شوی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
د محمد اموازي په اړه وروسته تر هغه جزییات خپاره شول، چې د تېر کال اګست میاشت کې یې له یوه امریکایي خبریال جیمز فولي نه مرۍ غوڅه کړه او وېډیو یې خپره کړه.
اموازي د لندن په لوېدیځ کې اوسېدلی دی.
بیا اموازي د یوه بل امریکايي خبریال سټیفن سوتلوف، د یوه بریتانوي خیریه کارکوونکي ډیویډ هیزن، او د بریتانوي ټکسي چلوونکي آلان هینینګ د مریو غوڅولو په وېډیوګانو کې راڅرګند شو.

د عکس سرچینه، AFP
اموازي د امریکايي خیریه کارکوونکي عبدالرحمن کاسیګ، چې په پیټر مشهور و، مرۍ هم غوڅه کړې ده.








