سوریه کې امریکا ته د روسیې د 'نیابتي جګړې' د ناوړه پایلو خبرداری

لاوروف

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، لاوروف د واشنګټن له خوا سوریې ته د ځانګړوي امریکايي ځواکونو د استولو پر پرېکړې نیوکه کړې.

سوریې ته د ځانګړو امریکايي ځواکونو د استول کېدو له پرېکړې وروسته، روسیې په منځني ختیځ کې د ''نیابتي جګړې'' پیلېدو د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف ویلي، د امریکا دا پرېکړه د امریکا او روسیې ترمنځ د لانورو اړیکو اړتیا پیدا کوي.

امریکايي چارواکو ویلي سوریې ته به د ''اسلامي دولت'' ډلې پرضد د سوري نظام مخالفو وسله والو د ''پوځي روزنې، سلا مشورې او ملاتړ'' لپاره تر ''۵۰ کم'' پوځيان واستوي.

دا لومړی ځل دی چې امریکايي ځواکونه په سوریه کې په ښکاره ډول کار کوي.

لاوروف وايي، د امریکا متحدو ایالتونو دا پرېکړه په ''یو اړخیز ډول او د سوریې مشرتابه ته له مراجعې کولو پرته'' کړې ده.

دی زیاتوي: ''زه باوري یم چې نه امریکا او نه هم روسیه غواړي هلته ګډوډي رامنځ ته شي، په تېره بیا نیابتي جګړه پیل شي. خو ما ته دا ښکاره ده چې دغه وضعیت به د دواړو ځواکونو ترمنځ د همکارۍ اهمیت لا ډېر کړي''.

اټکل دی چې امریکايي ځواکونه به د سوري نظام د مخالفو وسله والو ملا وتړي

د عکس سرچینه، US Army

د عکس تشریح، اټکل دی چې امریکايي ځواکونه به د سوري نظام د مخالفو وسله والو ملا وتړي

د لاوروف دا څرګندونې وروسته تر هغه شوې، چې په ویانا کې د سوریې د کړکېچ هواري لپاره د حل لارو موندلو په موخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري او د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی سټیفن دي میستورا پر خبرو بوخت دي.

وړاندې، د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارټر خبریالانو ته ویلي وو ''په اصل کې زموږ تګلاره او رول د سیمه ییزو ځواکونو پیاوړي کول دي، نو آیا دا کار امریکايي خواکونه په خطر کې اچوي؟ دا سمه ده. په دې کې هېڅ شک نه شته''.

کارټر دا لیرې ونه ګڼله که چېرې یې لومړی ماموریت بریالی شي، نو په سیمه کې به ځانګړي ځواکونه ځای پرځای کړي.

له څه باندې یوه کال راهیسې، د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف ځواکونه د ''اسلامي دولت'' پر مرکزونو بمبارۍ کوي.

''اسلامي دولت'' د عراق او سوریې پر پراخو سیمو واکمنه ده.

په وروستیو کې، د امریکا متحدو ایالتونو د سوري مخالفو وسله والو له پوځي روزنې لاس واخیست، خو پر ځای یې د سوري نظام مخالفو مشرانو ته مستقیمې وسلې او تجهیزات ورکول غوره وبلل.

په ویانا کې د سوري کړکېچ د هواري پر سر خبرو ته خوشبیني شته، خو لاهم ځينې اختلافات پرځای پاتې دي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، په ویانا کې د سوري کړکېچ د هواري پر سر خبرو ته خوشبیني شته، خو لاهم ځينې اختلافات پرځای پاتې دي

د سپینې ماڼۍ ویاند، جان ارنېسټ ویلي، ولسمشر بارک اوباما غواړي د هغو سوري مخالفو جنګیالیو ملاتړ ډېر کړي، چې د جګړې په ډګر کې د پرمختګ په حال کې دي.