سوریه کې توغندیز برید لسګونه کسان وژلي

د عکس سرچینه، AFP
د سوریې د بشري حقونو فعالان او سیمه ییز خلک وايي، پلازمېنې دمشق ته څېرمه د دوما پر یوه بازار د حکومتي ځواکونو توغنديو لږترلږه ۴۰ کسان وژلي او ۱۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.
بریتانیا مېشتې د سوریې د بشري حقونو ډلې ويلي، سوري ځواکونو پر دوما ښار ۱۲ توغندني توغولي دي.
دوما ښار له پلازمېنې ۱۵ کیلومتره لیرې په شمال ختیځ کې پروت دی.
د حکومت مخالفې "ولسي دفاع" په نامه ډلې د خواله په رسنیو کې په برید کې د وژل شویو او ټپیانو انځورونه خپاره کړي دي.
دوما ښار ډېر کله د حکومتي ځواکونو د بمباریو شاهد دی، چې تر ډېره یې له ښاره پر دمشق ښار د مخالفو وسله والو د هاوان بریدونو د غچ اخیستو په مقابل کې کوي.
سوري فعالان وايي، په تېره اګست میاشت کې تر ۱۰۰ ډېر کسان هغه مهال ووژل شول، چې سوري ځواکونو پرله پسې هوايي بریدونه وکړل.




