چين کې د دوه پوړيزې ودانۍ چپه کېدو ۱۷ کسان وژلي

د عکس سرچینه، c
د چين په هېنن ولایت کې د يوې دوه پوړيزې ودانۍ د لوېدو له امله ۱۷ کارګر وژل شوي دي.
د چين دولتي رسنۍ وايي په دغه پېښه کې ۲۳ نور کسان ټپيان دي.
راپورونه وايي د ژغورنې کارکوونکو تېره شپه د چپه شوې ودانۍ تر کنډو کپرو لاندې ايسار کسان او جسدونه راوېستل.
چارواکي وايي د هغو ټپیانو په مينځ کې چې تر درملنې لاندې دي، د نهو کسانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی.
دوی وايي د بيا ترميمولو چارې د ودانۍ په لاندني پوړ کې روانې وې چې پېښه رامنځته شوه.
دا لا نه ده روښانه چې د پېښې پر مهال په ودانۍ کې څو کسان و، خو ځايي حکومت د ژوندي پاتي کسانو د ژغورلو هڅې درولې دي.
د دغې پېښې په اړه چې تېره ورځ (جمعه، اکتوبر ۳۰مه) وشوه پلټنې روانې دي.
په دغو پلټنو کې به معلومه شي چې د پېښې اصلي لامل څه و.
خبريالان وايي دا پېښه به په چين کې د ودانيو د خونديتوب په اړه اندېښنې لا پسې زياتې کړي.
د دغې ودانۍ کارکوونکي وايي دوی غوښتل چې د ودانۍ د يوې برخې نړولو لپاره د پورته کولو جک وکاروي، خو ناڅاپه دغه پېښه رامنځته شوه.
چارواکي وايي دغه ودانۍ چې اوس يې د ترميم چارې روانې وې په ۱۹۹۰يمو کلونو کې جوړه شوې وه.
څو کاله وړاندې په افغانستان کې د جمهوريت روغتون ودانۍ ترميمولو پر مهال په يوه ورته پېښه کې له ۱۰ کارګر ووژل شول.
د دغې ودانۍ د جوړولو چارې چينايي حکومت پر غاړه لرلې.








