چين کې د فابريکې ړنګېدو له کبله شپږ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، CCTV
د چين دولتي رسنيو په وينا په ختيځ چين کې د بوټونو جوړولو يوه فابريکه ړنګه شوې چې شپږ کارکوونکي په کې وژل شوي دي.
ويل کېږي د پېښې په وخت کې په فابريکه کې له ۵۰ زياتو کسانو کار کاوه.
د چين دولتي تلويزيون په وينا ۴۹ کسان ژغورل شوي چې ۴۰ تنه يې روغتون کې بستر شوي دي.
د چين ورځپاڼه وايي د فابريکې پر سر د اوبو لوی ډنډ جوړ شوی و چې کېدای شې د پېښې د رامنځ ته کېدو سبب ګرځېدلی وي.
ځايي رسني وايي په سلګونو اور وژنکو د ژغورنې په دې عملياتو کې برخه اخيستې وه.
تېر کال جنورۍ مياشت کې هم په چين کې دبوټونو په يوه فابريکه کې ۱۶ کارکوونکي وژل شوي.




