د چين تيانجين ښار چاودنو کې د مړو شمېر ۵۰ ته وخوت

د عکس سرچینه،
د چين د شمالي ښار تيانجين په بندري سيمه کې د دوو سترو چاودنو له امله نوې شمېرې ښيي چې لږترلږه ۵۰ کسان وژل شوي او ۷۰۰ نور ټپيان دي.
حکومتي رسنۍ وايي چاودنې د کيمياوي او چاودېدونکو توکو د ساتل کېدو په يوه ګودام کې شوې دي.
په ټولنيزو/ خواله رسنيو کې خپاره شوي تصويرونه او وېډيوګانې د اور هغه لمبې ښيي چې د اسمان په لوري پورته کېږي.
ويل کېږي د چاودنو له امله يو شمېر ودانۍ هم نړېدلې او روغتونونه د پېښې له قربانيانو ډک دي.
د چين خبري اژانس شينهوا وايي ولسمشر شي جن پېنګ په ټينګه غوښتي چې د خلکو د ژغورنې او اور کابو کولو لپاره خپلې هڅې و نه سپموي.

د چين مرکزي تلوېزيون وايي په چاودېدونکو توکو بار يوه بېړۍ چاودلې، خو تراوسه دا راپور په خپلواک ډول نه دی تاييد شوی.
د دغه تلوېزيون خبر وايي په پېښه کې د اور وژنې څلور کارکوونکي هم وژل شوي دي.
حکومتي رسنۍ وايي د هغه ګودام چې چاودېدونکي توکي په کې و مالک نه اوس پوښتنې ګروېږنې کېږي.
چارواکي وايي له لومړنۍ چاودنې يوازې څو ثانيې وروسته تر لومړنۍ هغې بله ستره چاودنه وشوه.
د دويمې چاودنې د ټکان څپې تر څو کيلومتره لرې پورې حس شوې دي.
په چين کې د بي بي سي څانګې مشر رايمونډ لي وايي ټولې نښې نښانې ښيي، چې دا يوه صنعتي پېښه وه، نه کومه ترهګريزه پېښه.

د عکس سرچینه، AP








