هند کې ټیکسي ډرېور د جنسي تېري مجرم پېژندل شوی دی

د عکس سرچینه،
د هند یوې محکمې د ټرانسپورت شرکت اوبر یو ټیکسي ډرېور پر یوې مېرمنې د جنسي تېري مجرم پېژندلی، چې د ده په ګاډي کې یې سفر کاوه.
پېښه پروسږکال پلازمېنه ډیلي کې شوې وه.
د څارنوالۍ وکیل بي بي سي ته ویلي، پر شیوکومار یادیو د ګواښلو او تښتونې تورونه هم لګیدلي دي.
دغې ۲۶ کلنې مېرمن تېر کال دسامبر کې کور ته د تګ لپاره ټیکسي کې سفر کاوه، چې یوې شاړې سیمې ته لېږدول کېدو وروسته پرې جنسي تېری شوی و.
ډیلي کې له هغه وروسته، چې د انټرنېټ له لارې ټرانسپورټي خدمتونو وړاندې کونکي شرکتونه د ډرېورانو په اړه مناسبو معلوماتو کې پاتې راغلل، د اوبر په شمول پر دغه ډول شرکتونو بندیزونه ولګیدل.
یاد شرکت د پېښې له کبله هغه مهال بښنه وغوښته او ژمنه یې وکړه، چې راتلونکي کې به خپلې چارې سمې کړي.
هغې مېرمنې، چې جنسي تېری پرې شوی و، د امریکا یوې محکمې کې د شرکت خلاف دعوی وکړه، خو وروسته یې له محکمې بهر یو جوړجاړی وکړ.
د ۲۰۱۲ کال دسامبر کې له هغه وروسته، چې پر یوې محصلې ډيلي بس کې جنسي تېری وشو او ووژله شوه، دغه ډول پېښو ته پام ډېر شوی دی.
له هغه وروسته په نړیواله کچه دې لړ کې ډېرې نیوکې وشوې او د جنسي ځورونې مخنیوي لپاره قوانین سخت کړل شول.








