هند: پلازمېنه ډیلي کې پر دوو نورو ماشومانو جنسي تېری شوی

د هند پلازمېنه ډیلي کې پولیس وايي پر ماشومانو د جنسي تېري وروستیو دوو پېښو نه یوې کې دوو نامعلومو کسانو د جمعې په شپه د ښار لویدیځ کې دوه نیم کلنه ماشومه وتښتوله.
پولیس وايي، د ماشومې کور ته څېرمه یوه پارک کې د هغې له غورځولو مخکې پرې تښتونکو کسانو جنسي تېری کړی و.
د ځايي پولیسو یو افسر پوشپندرا کومار وايي:
' موږ د مشکوکو کسانو موندلو لپاره هلې ځلې پیل کړې، خو دم ګړۍ مو دې لړ کې څوک نه دي نیولي.'
بل لور ته د ښار ختیځ کې دریو کسانو پر یوې پنځه کلنې ماشومې جنسي تېری کړی دی.
پولیس وايي دغه ماشومه یادو کسانو د یوه ګاونډي کور ته بیولې وه او هلته یې پرې جنسي تېری کړی دی.
دواړه نجونې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولې شوې دي.
د ډیلي ښځو کمېسیون مشره سواتي مالیوال وايي هغه نجونې یې لیدلې، چې پرې تېری شوی دی او وايي حالت یې خواشینونکی دی.
د نوموړې په وینا د دغه ډول پېښو عاملینو ته د سزا ورکولو لپاره د دې په خبره ډېر څه نه دي شوي.
هغه وايي د مېرمنو سره د زور زیاتي ۱۱ زره پېښې د ۲۰۱۴ کال اوږدو کې ثبت شوې دي، چې وايي یوازې د نهو پېښو عاملین محاکمه شوي دي.
بل لور ته پلازمېنې ډيلي کې پر دوو ماشومانو جنسي تېري له پېښې وروسته پر چارواکو د ایالتی اعلی وزیر نیوکې ډېرې شوې دي.
ارون کجریوال پر حکومت تور پورې کړ، چې د ماشومانو خوندیتوب لپاره اړین اقدامات نه کوي.
وروستۍ پېښې پلازمېنه کې تېره اونۍ پر یوې څلور کلنې ماشومې د جنسي تېري له پېښې وروسته شوې.
تېر کال پر یوې محصلې د ډله ییز جنسي تېري له پېښې وروسته هند د دغه ډول پېښو مخنیوي لپاره قوانین سخت کړل.
اروین کجریوال پر لومړي وزیر نرېندرا مودي او ګورنر نجیب جنګ تور پورې کړ، چې ګواکې د ښار امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي دي.
ښاغلي کجریوال په خپل ټویټر پیغام کې لیکلي:
' پر ماشومانو د جنسي تېري پرلپسې پېښې هېښونکې او د شرم وړ دی، ډیلي پولیس د خلکو خوندیتوب لړ کې په بشپړه توګه نابریالي دي، لومړی وزیر او ګورنر یې څه کوي؟'
د ډيلي پولیسو مسوولیت د فدرالي حکومت کورنیو چارو وزارت پر غاړه ده.








