اروپا کې ښکار د لېوانو نسل له کمښت سره مخامخ کړی

د عکس سرچینه، AFP
په ټوله اروپا کې لیوان دومره ښکار شول چې شمېر یې کم شو. خو داسې ښکاري چې اوس دغه حیوانات مخ په ډېرېدو دي او شپنو ته یې ستونزه جوړه کړې ده.
په ښایست او جذابوالي کې یې شک نشته، خو د فرانسې دولت د اروپایې اتحادیې یو قانون پلې کېدو اېښی او د شپنو د رمو د ساتنې لپاره یې، ښکاریانو ته اجازه ورکړې چې په لسګونو لېوان ووژني. له چاپېریال ساتونکي وايي چې لیوان د طیبعت د تعادل لپاره ښه دي.
لیوان افسانوي موجودات دي... هم انسان مجذوبوي او هم یې ډاروي.
په بریتانیا کې د لیوانو نسل له منځه تلو ته نژدې شوی. په اروپا هم کې تقریباً له منځه تللي ول... خو اوس له خوندي ساتل کېدو وروسته بیا مخ په ډېرېدو دي.
دا فرانسه کې پر لوړې پرتې آلپ سیمې شپنو ته بد خبر دی. های آلپس سیمه کې یوازې تېر کال، نژدې ۸۵۰۰ پسونه وژل شوي.
تېري فادا Tiery Fada یوازې په یوه برید کې خپل پنځه پسونه له لاسه ورکړل. دی یو پسه چې لیوه ټپي کړی په غوجلې کې پیدا کوي او لږ وروسته له هغه چې موږ ته یې راښيي مجبور کېږي چې غمه یې وخوري، او ذبحه یې کړي. خو وايي چې د لېوانو پر وړاندې جنګېږي:

« زه خپله ځمکه نه خوشې کوم. دا یا زما ځای دی یا د لېوه ! زه تر وروستۍ ساه جنګېږم».
وروسته له یو څو مظاهرو، دولت قانونونه آسانه کړل. اوس د لېوانو یو څو تکړه ښکاریان د آلپ په غرونو کې فعالیت کوي.

نژدې یو ساعت وړاندې مو ښکته په ځنګله کې د لېوانو زګروي واورېدل.
په دغې سیمې کې او تر هغه ځای چې زما سترګې کار کوي د لېوانو ډلې دلته تګ راتګ کوي. ویل کېږي چې اوس د لېوانو نژدې ۲۵ ډلې په آلپ کې او د آلپ په شاوخوا کې فعالیت کوي.











