حوثي یاغیان وايي د اییتلاف پوځي بېړۍ یې ویجاړه کړې

د عکس سرچینه، EPA
په یمن کې حوثي وسله واله ډله وايي، د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي پوځي ټلوالې یوه بېړۍ یې د تعز ولایت لویدېځ لورې ته په باب المندب سیمه کې ویجاړه کړې ده.
دا دویم ځل دی، چې حوثي ډله وايي د دوی پرضد د عربي اییتلاف بېړۍ یې له منځه وړې ده، خو د دې پوځې ايتلاف ویاند احمد العسیري دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د یمن په اوبو کې د دوی پربېړیو کوم برید نه دی شوی.
بل لورته د عبد ربه منصور هادي په مشرۍ د حکومت یوه ویاند ویلي، د شنبې ورځې په نښتو کې یې په الوازعیة سیمه کې ۲۵ حوثي وسله وال وژلي دي.
پلازمینه صنعاء هم په کراره نه وه ، راپورونه وایي چې د شنبې په ماښام او د یکشنبې سهار مهال د دغه ښار د نقم غره په شاوخوا سیمو کې د عربي اییتلاف ځواکونو پر وسله تونونو هوايي بریدونه وکړل او د لویو چاودونو غږونه اوریدل شوي دي.
دغه راز د یکشنبې په سهار په صنعاء کې پخواني ولسمشر عبد الله صالح ته د وفادارو ځواکونو د وسلو پر زېرمو د عربي اييتلاف الوتکو ۱۲ هوايي بریدونه کړي دي.
په تعزکې روغتیايي چارواکو ویلي، په موشکي سیمه کې د حوثیانو په راکټي برید کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان دي. دغه راز حوثیان وايي د تعز په حوبان سیمه کې یې د " ملي مقاومت " د ځواکونو یو مرکز نیولی دی.




