د امریکا دوو پوهنتونونو کې ډزو دوه محصلین وژلي

د عکس سرچینه، AP
د امریکا ټکساس او اریزونا ایالتونو دوو پوهنتونو کې جلا ډزو کې لږترلږه دوه محصلین وژل شوي.
لومړۍ پېښه د جمعې په ورځ د اریزونا ایالت نورزن پوهنتو کې شوې، چې یو کس پکې وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
په دویمه پېښه کې، چې څو ساعته وروسته وشوه، د ټکساس ایالت ساتیرن پوهنتون ته څېرمه د محصلینو د غونډېو په یوځای کې وشوه، چې یو کس پکې ووژل شو.
دا پېښې وروسته تر هغه شوې، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما په اوریګن ایالت کې د ورته ډزو پېښو د قرباني شویو له کورنیو سره د غمشریکۍ لپاره هلته تللی و.

د عکس سرچینه، AP
اوباما د قربانیانو له کورنیو سره د کتلو پرمهال وویل: "موږ د وسلې د ملکیت په تړاو د محدودیت قوي هوډ لرو".
په اریزونا کې پولیس وايي، د برید کوونکي نوم سټیفن جونز دی، چې د اریزونا نورزن پوهنتون د لومړي کال محصل دی او اتلس کاله عمر لري.





